امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادله،درې اهم طالب کمانډران دوباره دوحه ته منتقل

افغان اولسمشر اشرف غني د امريکې خارجه وزير سره د ټيلي فون د لارې رابطه شوي د قيديانو تبادله او افغان سولې عمل په حواله صلاح مشورے

امريکې سره د قيديانو د تبادلے لپاره انس حقاني،حافظ عبدالرشيد او مالي خان ځدران يو وارې بيا قطر ته منتقل کړي شويدي

دغه درې واړه طالب کمانډران د قطر خصوصي الوتکي د لارې باګرام جيل نه دوحه ته رسولي شويدي او دوي به د کابل امريکې يونيورسټۍ د دوه پروفيسرانو د رهائۍ په بدل کښې دوحه کښې د طالبانو سياسي دفتر ته حواله کولے شي

دا واضحه نه ده چې افغان طالبان به بهرملکي پروفيسران کوم ځائې کښې او د چا په لاس امريکني واکمنو ته سپاري،دې نه مخکښې دواړو فريقينو ترمينځه شوي معاهده کښې وئيلي شوي وو چې طالبان به د امريکې او آسټريليا پروفيسران جرمني کښې د امريکې پوځي اډه باندي واکمنو ته حواله کوي

دې سلسله کښې افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د امريکې د خارجه وزير مائيک پومپيو او د امريکې د ملي امنيت د صلاح کار رابرټ او برائن سره د ټيلي فون د لارې رابطه کړي او ورسره ئې د امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادلے په حواله پورته کړي شوي اقداماتو باندې خبرې کړيدي

امريکني چارواکو سره خبرو په مهال افغان اولسمشر د افغانستان په موجوده صورتحال او په خصوصي توګه ننګرهار ولايت نه د داعش ډلې د جرړو خاتمے په حواله خبرې کړيدي

خبرو په مهال افغان اولسمشر اشرف غني او د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو په دې اتفاق څرګند کړېدے چې د پائيدارسولې ترلاسه کولو لپاره ضروري ده چې زر تر زره دې بين الافغاني مذاکرات شورو کړے شي خو د دې مذاکراتو د کاميابۍ لپاره جنګ بندي هم په کار ده

د افغانستان خبري ادارو ترمخه امريکني چارواکو د طالب کمانډرانو د رهائۍ په حواله د افغان دولت د فيصلے هرکلي کړے او وئيلي ئې دي که چرې طالبانو لخوا بيا هم د خير سګالۍ د جذبے مظاهره ونه کړې شوه نو د دوي په ضد به د هر قسمه کارروائيو لپاره افغان دولت سره په شريکه کار وکړو

امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو د تبادلې معاهده د روانې مياشتې په دولسمه نيټه شوي وه،دې سلسله کښې افغان دولت د باګرام جيل نه د حقاني ډلې اهم کمانډران انس حقاني،مالي خان ځدران او حافظ عبدالرشيد خوشي کړي وو او دغه درې واړه طالب کمانډران قطر ته هم رسولي شوي وو ولې د ځنې وجوهاتو لوجې د قيديانو دغه تبادله ځنډيدلي وه او طالب کمانډران واپس باګرام جيل ته منتقل کړي شوي وو

امريکې او افغان دولت د قيديانو تبادله د ځنډيدو ذمه واري په طالبانو اچولي وه، افغانستان لپاره د امريکې سفير جان باس د بيان ترمخه لوګر ولايت او کابل ښار کښې شوي حملو لوجې طالبانو سره د قيديانو تبادله ځنډيدلي ده،دغه رنګ د اولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي هم خپل يو بيان کښې وئيلي وو چې طالبانو لخوا د معاهدې شرائط نه منلو لوجې دا تبادله د ځنډ ښکار شويده ولې ذبيح الله مجاهد د دې معاهدې د ځنډيدو ذمه وار امريکه ګرځولي ده

طالبانو سره تبادله شوي د امريکې او آسټريليا پروفيسران کوين کينګ او ټيموتي ويکس 2014 کښې طالبانو د کابل ښار نه تښتولي وو او د دوي د بازيابۍ لپاره ئې باګرام جيل کښې قيد د حقاني نيټ ورک اهم کمانډران انس حقاني،حافظ عبدالرشيد او مالي خان ځدران د رهائۍ مطالبه لرله

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.