افغانستان سياسي بحران: ډاکټرعبدالله عبدالله او حکمتيار ترمينځه اهم ملاقات

دواړو صدارتي اميدوارانو د ټاکنو شميرې په لانجه او د مستقبل سياسي تګ لارې په حواله صلاح مشوري کړيدي،افغان ميډيا

 

“خانان به بیا سره خانان شي
مینځ کې به توې شي د رامبیل چامبیل ګلونه”

چې خبره د مفاداتو او ذاتي ګټو شي نو بيا د يوبل د وينو تګي هم خپلو کښې ترغاړه وځي که په زړونو کښې هر څومره هم بغض او نفرتونه وي خو د مفاداتو سوداګرو سترګے  بدليدل بيا وخت نه غواړي، هم دا حال د افغانستان د پخواني جهادي کمانډرانواو د سياسي مشرانو دے چې خپل کور ته ئې خير راځي نو تربګنۍ او دښمنۍ ئې بيا تر مينځ نه وي هم دې سلسله کښې د افغانستان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله د حزب اسلامي ډلې د مشر ګلبدين حکمتيار  سره ملاقات کړيدے

د افغان چيف ايګزيکټيو دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دواړو مشرانو صدارتي ټاکنو نتائجو کښې د لم ليټ په معامله خبرې کړيدي

ملاقات دوران د ملک موجوده سياسي صورتحال او د اولسمشرۍ ټاکنو د نتائجو اعلان وروستو جوړيدونکي حکومت په حواله هم  د خيالاتو بدلون شويدے

د افغان اولسمشرۍ څوکۍ ته ليواله د دواړو اميدوارانو ترمينځه  ملاقات په داسې حال  شوے چې افغانستان د سياسي بحران سره مخ دے،د ستمبر مياشتې په 28 نيټه شوي صدارتي ټاکنو نتائجو يوه لويه لانجه رامخې ته کړېده او د ټاکنو خپلواکه کميشن تر دې دمه ابتدائي نتيجے اعلان هم ونه کړې شو

د ټاکنو د نتائجو اعلان ولې دومره ليټ شو؟ په دې حواله  که يو خوا په افغانستان کښې مختلف ګنګوسي خوري دي نو بلخوا افغان اليکشن کميشن د دې ستونزې ذمه وار سياسي ليډر شپ ګرځوي

د ټاکنو خپلواکه کميشن چارواکي دريز لري چې د ووټونو دوباره شميرلو په عمل کښې اليکشن کميشن کار ته نه پريښودلي کيږي،د اليکشن کميشن چارواکو بيانونو ترمخه يو لاکه اووه ديرش زره نه سيوا جنجيالي ووټونه قابل قبول دي او د دې د شميرلو عمل جاري دے

بلخوا د اشرف غني مخالفو اميدوارانو ډاکټر عبدالله عبدالله،رحمت الله نيل او ګلبدين حکمت يار تور لګولے چې اليکشن کميشن د بائيو ميټرک نه بغير پول شوي درې لاکه نه سيوا ووټونه هم شميره کښې راولي او د دې ئې سخت مخالفت کړېدے

تيره ورځ کابل کښې پريس کانفرنس دوران ډاکټر عبدالله عبدالله  يو وارې بيا د اليکشن کميشن نه مطالبه کړے چې د ووټونو دوباره شميرې په فيصله دې نظر ثاني وکړي او غير بائيو ميټرک هر يو ووټ دې مسترد وګرځوي

سرچيني وائي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ګلبدين حکمتيار ترمينځه ملاقات کښې هم  د ټاکنو په لانجه صلاح مشورې شويدي  قوي امکان دے چې ملک کښې سياسي بحران سيوا کيدو په صورت کښې به دواړه مشران شريکه حکمت عملي خپله کړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.