طالبانو لخوا شرائط نه پورا کول د قيديانو تبادله ځنډولے ده،افغان دولت

افغان دولت د طالبانو سره د قيديانو د تبادلې معامله د ځنډيدو وضاحت کړے او د دې ذمه واري ئې په طالبانو ور اچولي ده۔ د اولسمشر اشرف غني ترجمان صديق صديقي په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې د امريکې يونيورسټۍ پروفيسرانو د رهائۍ په بدل د حقاني نيټ ډلې اهم کمانډران خوشي کولو عمل ځنډيدلي دے

د هغه وينا وه چې د دې عمل د ځنډيدو وجه د طالبانو لخوا شرائط نه منل دي ولې  دا وضاحت ئې نه دي کړے چې طالبانو سره د قيديانو د تبادلې په موقع کوم ډول شرائط مخې ته ايښودي شوي وو او طالبان پکښې کوم کوم شرائط منلو له تيار نه دي

صديق صديقي بيان ترمخه د ملي ګټو په پام کښې به کابل انتظاميه يو وارې بيا طالبانو سره د قيديانو د تبادلې په پروسه غور کوي

د اولسمشر اشرف غني ترجمان تصديق وکړو چې د طالبانو درې واړه کمانډران انس حقاني،حافظ عبدالرشيد او مالي خان ځدران د افغان دولت په زندان کښې دي

د امريکني استازي زلمي خليل زاد د کوششونو په رڼا کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادله د ګل په ورځ شوي وه،دواړو فريقينو ترمينځه شوي معاهدے ترمخه افغان طالبان به د امريکې او آسټريليا اغوا کړي شوي پروفيسران بازيابه کوي او جرمني کښې د امريکې پوځي اډے ته به ئې په حفاظت سره رسوي د دې په بدل کښې به افغان دولت په باګرام جيل کښې بند درې طالب کمانډران انس حقاني،مالي خان ځدران او حافظ عبدالرشيد خوشي کوي

معاهدې ته عملي شکل ورکولو لپاره د افغان اولسمشر په هدايت د باګرام جيل نه درې واړه طالب کمانډران خوشي کړي شوي وو او دوي د طالبانو ته د حواله کولو لپاره د قطر سرښار دوحه ته هم منتقل کړي شوي وو ولې دوه ورځې تيريدو باوجود طالبانو بهرملکي پروفيسران خوشي نه کړل چې ورسره دواړو فريقينو ترمينځه د قيديانو په دې معامله ډيډ لاک پيدا شو او د طالبانو جنګيالي واپس باګرام جيل ته منتقل کړې شول

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.