امريکه افغانستان د داعش جنګيالو په مرکز بدلول غواړي،د ايران الزام

د داعش ډلې خاتمے لپاره بايدچې ايران،پاکستان،روس او چين په شريکه کوششونه وکړي، جواد ظريف

انډيا ټو ډے ته ورکړي شوي انټريو کښې د ايران خارجه وزير جواد ظريف سيمه کښې د داعش ډلې په منظم کيدو انديښنې څرګند کړيدي

د هغه وينا وه چې امريکه د يوې منصوبے د لاندې داعش ډله  د دې سيمې د هيوادونو لپاره خطره جوړول غواړي چې مقصد ئې سيمه کښې خپل هدفونه او مفادات ترلاسه کول دي

يوې پوښتنې په جواب کښې جواد ظريف ووئيل چې عراق او شام کښې د ماتې خوړولو وروستوداعش جنګيالو د افغانستان مخه کړيدي چې پشت پناهي ئې امريکه کوي

د ايران خارجه وزير په امريکې غږ کړے چې د داعش تنظيم وجود د دې سيمې نه ختمولو لپاره دې د افغانستان د ګاونډي ملکونو سره مرسته وکړي که چرې امريکه داسې کولو له تيار نه وي نو مونږ به په خپل سر د دې وسله والې ډلې خلاف عمليات کولو باندې مجبوره شو

جواد ظريف زياته کړه چې داعش نه صرف د افغانستان لپاره بلکه د ايران، پاکستان،روس،چين او بهارت له هم لويه خطره ده او خپل آئنده نسلونو د تحفظ لپاره ضروري ده چې دا ټول ملکونه دې يو موټي شي او د داعش د جنګيالو خلاف دې شريکه تګ لاره وټاکي

کال 2014  کښې پاکستان پولې سره نزدې ننګرهار ولايت نه پورته شوي داعش ډله ډير لږ وخت کښې د دې صوبے مختلفو ضلعو کښې خوره شوي وه او د افغانستان نه علاوه پاکستان کښې شوي ترهه ګرۍ ګڼ شمير واقعاتو ذمه واري  ئې قبوله کړي وه

د دې ډلې د مخ نيوي لپاره اګرچه امريکې د ننګرهار ولايت په مختلفو سيمو ډرون حملے کړي وي چې پکښې د تنظيم مشرانو پشمول اهم کمانډران وژلي شويدي ولې اوس هم د دې جنګيالو زور په مکمله توګه ختم کړي شوي نه دے

افغان طالبانو کښې د ګروپ بندۍ د لارې په وجود کښې راغله داعش ډله د افغانستان نورو سيمو کښې هم وخت په وخت ځان د منظم کولو کوشش کوي

د ايران واکمنو نه علاوه روس هم څو وارې په افغانستان کښې په ډرامائي توګه ډير لږ وخت کښې منظم شوي داعش ډلې په عملياتو او په خصوصي توګه د افغانستان شمالي سيمو پورې د دې ډلې د جنګيالو په رسائۍ تحفظات څرګند کړي وو

د روانې مياشتې په  دريمه نيټه د تاجکستان په سيکيورټي فورسز داعش جنګيالو حمله کړي وه چې پکښې دوه اهلکار مړه او د فورسز جوابي کارروائۍ دوران پنځلس وسله وال وژلي شوي وو،د تاجکستان واکمنو دعوي کړي وه چې دغه جنګيالي د افغانستان لخوا تاجکستان ته راغلي وو

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.