درې طالب کمانډرانواو دوه بهرملکي پروفيسرانو د تبادلې معامله د ځنډ ښکار

لوظنامې ترمخه طالبانو له د شورو په ورځ بهرملکي پروفيسران امريکې ته سپارل وو،ولې تر دې دمه دغه کسان بازياب شوي نه دي،دوحه ته منتقل کړي شوي طالب کمانډران کابل ته واپس منتقل، ذرائع

د امريکې پروفيسر کين کينګ او د آسټريليا پروفيسر ټيموتي ويکس د بازيابۍ لپاره د طالبانو او امريکې ترمينځه شوي معاهده باندې څلور ورځې تيريدو باوجود هم عمل درآمد يقيني نه کړي شو

دواړو فريقينو ترمينځه په دې لوظنامه ولې عمل درآمد ونه شو د دې وجوهات نه خو امريکې او نه طالبانو په ډاګه کړيدي ولې د طالبانو سرچينې وائي چې ځنې داسې معاملات شته چې لوجې ئې دا معامله في الحال د ځنډ ښکار ده

افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د نهې په ورځ کابل کښې د پريس کانفرنس دوران اعلان کړي وو چې افغان دولت د امريکې يونيورسټۍ دوه پروفيسرانو د بازيابۍ په بدل باګرام جيل نه د طالبانو درې کمانډران خوشي کوي

د هغه وينا وه چې د حقاني ډلې دا اهم کمانډران خوشي کول افغان دولت لپاره د زهرو ګوټ دڅښکلو برابر دي ولې د پائيدار سولې د خاطره او د دې مقصد لپاره چې طالبان به کابل انتظاميې سره نيغ په نيغه مذاکراتو ته راضي شي دا فيصله وکړې شوه

سرچينې وائې چې د دې قيديانو تبادلې په معامله چې دوحه کښې د زلمي خليل زاد او طالبانو ترمينځه کومه لوظنامه شوي وه د هغې ترمخه طالبانو باور ورکړي وو چې د امريکې او آسټريليا پروفيسران به د شورو په ورځ جرمني کښې د امريکې پوځي اډه باندې چارواکو ته حواله کوي

د معاهدے مطابق د باګرام جيل نه خوشي کړي شوي کمانډران انس حقاني، مالي خان ځدران او حافظ عبدالرشيد د قطر دوحه ښار ته رسولي شوي وو ولې د زيارت د ورځې پورې دغه کسان د طالبانو سياسي دفتر ته ونه سپارلي شول او بيرته کابل ته منتقل کړي شويدي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم تائيد کړے چې د امريکې سره ئې د قيديانو د تبادلې معامله في الحال ځنډيدلي ده

بي بي سي سره د خبرو په مهال ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې تر څو انس حقاني،حافظ عبدالرشيد او مالي خان ځدران دوي ته نه وي سپارلي شوے تر هغې بهرملکي پروفيسران هم نه شو رها کولے

د امريکې يونيورسټۍ دغه پروفيسران د اګست په اوومه نيټه 2014 کښې

طالبانو د کابل نه تښتولي وو او د دوي د بازيابۍ لپاره ئې د انس حقاني او حافظ عبدالرشيد د رهائۍ مطالبه وړاندي کړي وه

امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو د تبادلې دا معاهده د زلمي خليل زاد د کوششونو او  پاکستان ته د طالبانو د قطر اعلي پائي وفد دورې نتيجه وه هم دې سلسله کښې زلمي خليل زاد تيره مياشت په غيراعلانيه دوره کابل او اسلام آباد ته سفرونه کړي وو

 

 

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.