پېښور کښې د پټ مخو په ډزو د ترهګرۍ مخنيوي ادارې ډي اېس پي شهيد

پېښور: پېښور کښې د شاه پور چوکۍ سره نزدې د پټ مخو په ډزو کښې د ترهګرۍ مخ نيوي ادارې (سي ټي ډي) ډپټي سپرنټنډنټ پوليس (ډي اېس پي) رورل غني خان شهيد شوے دے۔
د راپورونو ترمخه پټ مخو د شاه پور چوکۍ سره نزدې د ډي اېس پي غني خان په ګاډي ډزې وکړې چې پکښې ډي اېس پي غني خان شهيد او د هغۀ محافظ او ډرائېور زخميان شو۔
پېښه کښې زخمي شوي پوليس اهلکار علاج لپاره هسپتال ته وړلې شوي دي۔
وروسته د خېبر پښتونخوا وزير اعلٰی محمود خان د پېښې نوټس واخېستو او انسپکټرل جنرل پوليس (آئي جي پي) ته ئې د راپور وړاندې کولو امر وکړو۔
وزير اعلٰی زخمي شوي کسانو ته د غوره علاج ورکولو لپاره متعلقه چارواکو ته هم هدايات جاري کړي دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.