حکومت لخوا نواز شريف ته بهر تلو لپاره شرطيه اجازت، د نواز شريف بهر تلو څخه انکار

اسلام آباد: د وفاقي حکومت لاندينۍ کمېټۍ پخواني وزير اعظم نواز شريف ته علاج لپاره بهر ته د تلو اجازت په دې شرط ورکړے چې هغه يا د هغۀ ورور شهباز شريف به د اووۀ يا اووۀ نيم اربه روپو ضمانتي بانډونه جمع کوي۔
د کمېټۍ غونډې څخه وروستو د خبري کانفرنس په مهال د قانون وزير فروغ نسيم ووئيل چې حکومت د نواز شريف په د صحت په حالت د ډېر سوچ نه پس دا پرېکړه کړې ده چې پخواني وزير اعظم له صرف يو وار علاج لپاره د بهر تلو اجازت ورکړي۔
فروغ نسيم وئيلي دي چې نواز شريف له بهر تلو او علاج لپاره د څلورو هفتو موده ورکړې شوې ده کومه چې په هغه صورت کښې نوره هم غزولې شي کۀ چرې خدائے مۀ که د صحت په نور خرابېدو نواز شريف دې کښې د اوږدوالي غوښتنه وکړي ولې بهر تګ نه وړاندې به پخوانے وزير اعظم يا د هغۀ ورور شهباز شريف د اووۀ يا اووۀ نيم اربه روپو ضمانتي بانډونه جمع کوي۔
د قانون وزير په ډاګه کړه کۀ چرې نواز شريف د صحت ښۀ کېدو وروسته څلورو هفتو کښې ملک ته واپس رانغے نو د هغۀ ضمانتي بانډونو باندې به عمل کولے شي ولې کۀ چرې نواز شريف ښۀ نۀ شي نو د هغۀ ضمانتي بانډونو باندې عمل نۀ شي کولے۔
هغۀ زياته کړه چې نواز شريف له د بهر تلو اجازت ورکولو مطلب دا نۀ دے چې د هغۀ نوم د اي سي اېل نه اخوا کړے شوے دے، د هغۀ نوم به د اي سي اېل څخه نۀ شي اوباسلے او دا چې هغۀ ته صرف په طبي بنيادونو د بهر تلو اجازت ورکولے کيږي۔
فروغ نسيم مخکښې ووئيل چې حکومت خپل کار سر ته رسولے دے او حکم نامه جوړه کړې شوې ده کومه چې څۀ وخت هم جاري کېدے شي۔
بلخوا پاکستان مسلم ليګ نواز (پي اېم اېل ن) نواز شريف له علاج د پاره بهر ته د تلو شرطيه اجازت ورکولو فېصله رد کړې ده او وئيلي ئې دي چې دغه فېصله د عمران خان د کينې، بغض او سياسي بدلې نه ډکې رويې باندې مشتمله ده۔
د پي اېم اېل ن ترجمانې مريم اورنګزېب د فروغ نسيم خبرې غونډې په ردالعمل کښې وئيلي دي چې حکومت لخوا د نواز شريف نوم اي سي اېل څخه ويستل د شرط سره تړلو فېصله د پوهې نه بهر ده او د داسې ډول فېصلې تاريخ پاکستان کښې نۀ ملاويږي۔
مريم اورنګزېب زياته کړه چې د نواز شريف ضمانت لپاره ټول آئيني او قانوني ضرورتونه سر ته رسول شوي دي او دا چې د عدالت د پاسه حکومتي عدالت نۀ شي کېناستے، په دې ټولو معاملو باندې پي اېم اېل ن خپل ښکاره موقف وړاندې کړے دے۔
هغې ووئيل چې د نواز شريف صحت په غورځېدو دے، په داسې حالت کښې حکومت د لم لېټ حربې استعمالوي او دا تر ټولو غټ ظلم او زياتے دے، دې په آخره کښې ووئيل چې نواز شريف څۀ نا څۀ شو نو ټوله ذمه واري به د حکومت په غاړي وي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.