کابل کښې بمي چاودنه، 7 ملکي وګړي شهيد،4 بهرملکي وګړي ژوبل

چاودنه د بهرملکي سيکيورټي کمپنې په ګاډي شويده، څلور بهرملکي اهلکارو په ګډون لس کسان ژوبل شويدي،داخله وزارت ترجمان

د افغانستان پلازمينه کابل ښار کښې دا چاودنه د مقامي وخت مطابق سحر پنځويشت منټه د پاسه په اووه بجے شويده

چاودنې په حواله ميډيا ته تفصيلات ورکولو کښې د داخله وزارت ترجمان نصرت رحيمي وئيلي دي چې چاودنه قصبه نومي سيمه کښې د داخله وزارت ودانې سره نزدي شويده

د هغه وينا وه چې دا چاودنه ورلډ ګارډ په نوم د بهرملکي سيکيورټي کمپنۍ په ګاډي شويده چې لوجې ئې اووه کسان شهيدان او10 نور ژوبل شويدي

نصرت رحيمي زياته کړه چې پيښه کښې يو ماشوم هم په حق رسيدلي او د بهرملکي سيکيورټي ګارډ پشمول لس کسان ژوبل شويدي

دا چاودنه په داسې مهال شوي چې افغان دولت تيره ورځ د دوه بهرملکي پروفيسرانو د بازيابۍ په بدل کښې د حقاني نيټ ورک اهم کمانډران انس حقاني،حافظ عبدالرشيد او مالي خان ځدران د جيل نه خوشي کړي وو

د افغانستان مختلفو سيمو او په خصوصي توګه د کابل ولايت اوسيدونکو د حکومت په دغه فيصله سختي نيوکي کړي او وئيلي ئې دي چې دا طالب کمانډران د ګڼ شمير افغان وګړو د وژلو ذمه وار وو بايد چې پهانسي کړي شوي وو

دغه رنګ د اولسي جرګې ځني ممبرانو هم په دې فيصله انديښنې څرګند کړي او وئيلي ئې دي چې د طالب کمانډرانو خوشې کول به د سولې عمل کښې هيڅ پرمختګ ونه کړي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.