کابل د حقانی نیټ ورک کمانډران د امریکائی پروفيسرانو بدل خوشي کړل

کابل کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت افغان اولسمشر اشرف غني وئيلي دي چې د باګرام جيل نه د طالبانو درې کمانډران په مشروط توګه خوشي کوؤ

د هغه وينا وه چې دا فيصله د افغانستان اتحادي ملکونو او په خصوصي توګه امريکې سره د مشورې وروستوشويده چې مقصد ئې پائيدار سولې ته د رسيدل او طالبانو سره مذاکراتو ته لارې پرانستل دي

د اولسمشر وينا ترمخه کابل انتظاميې لپاره دا طالب کمانډران خوشې کول يوه سخته فيصله وه ولې طالبانو سره نيغ په نيغه خبرو ته زمينه برابرولو او د دې جنګيالو د رهائۍ په بدل کښې دوه بهرملکي پروفيسران رها کولو په بدله کښې دوي د جيل نه رها کړي شويدي

اشرف غني دا اعتراف هم وکړو چې حکومت د طالبانو په ولقه کښې بنديوان د امريکې او آسټريليا پروفيسران خوشي کولو کښې ناکامه شوي وو او داسې ښکاري چې د دوي طبي حالت هم ښه نه دے

خوشي کړي شوي کمانډرانو کښې انس حقاني او حافظ عبدالرشيدکال دوه زره څوارلسم د اکتوبر مياشت کښې ګرفتار کړي شوي وو ولې  مالي خان ځدران په کال 2011 کښې ګرفتار کړي شوي وو او وخت په وخت به افغان طالبانو د دې کمانډرانو د خوشې کولو مطالبې کولے

دغه رنګ په امريکې او افغان دولت د دې کمانډرانو رهائۍ لپاره دباؤ اچولو په غرض طالبانو کال 2014 کښې کابل کښې د امريکې يونيورسټۍ دوه پروفيسران کوين کينګ او ټيموتي ويکس اغوا کړي وو

د دې مغوي پروفيسرانو د رهائۍ لپاره امريکې تير دوه مياشتو راهسې خپل کوششونه تيز کړي وو او هم دې سلسله کښې زلمې خليل زاد  د تيرې مياشتې په آخرني ورځو کښې د افغانستان او پاکستان غيراعلانيې دورې کړي وے او کابل حکومت ته ئې اپيل هم کړي وو چې د دې پروفيسرانو رهائۍ په بدل کښې دې دغه درې واړه کمانډران خوشي کړے شي

ذرائع وائي چې تيره هفته امريکني استازي دوحه کښې د طالبانو سره هم اهم ملاقات کړي وو چې پکښې د قيديانو دې تبادلې ته حتمي شکل ورکړي شوي وو

د وزيراعظم عمران خان جولائي مياشت کښې د نيويارک دور

 

ې په موقع د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات کښې هم په دې معامله خبرې شوي وے او امريکني صدر د بهرملکي پروفيسرانو د خوشي کولو په معامله د پاکستان نه مرستې غوښتي وے

دا وړومبې ځل نه دې چې د امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادله کيږي

د تير امريکني صدر براک اوبامه حکومت دوران کال 2014 د مئې په مياشت کښې ګوانتاناموبے جيل کښې بند پنځه طالب کمانډرانو د رهائۍ په بدل کښې افغان طالبانو امريکني پوځي سرجنټ باؤبرګدال خوشي کړي وو

تيره مياشت هم افغان دولت د بهارت درې انجنئيرانو د رهائۍ په بدل کښې د طالبانو يوؤلس کمانډران خوشي کړي وواوس هم  د افغانستان په مختلفو جيلونو کښې د لس زرو نه سيوا افغان طالبان قيد دي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.