افغانستان ملي امنيت شورا صلاح کار حمد الله محب سره د آئي ايس آئي مشر ليفټنټ جنرل فيض حميد ملاقات

ملاقات کښې دوه اړخيزه تعلقاتو او پيښور کښې افغان مارکيټ په معامله پيدا شوي صورتحال باندې خبري شويدي،افغان ملي امنيت شورا ترجمان

د افغانستان ملي امنيت شورا ترجمان کبير حقمل لخوا جاري شوي ويډيو بيان کښې وئيلي شويدي چې د پاکستان استخباراتي ادارے(آئي ايس آئي) مشر ليفټنټ جنرل فيض حميد کابل کښې د ملي امنيت شورا د صلاح کار حمدالله محب سره ملاقات کړيدے

د هغه وينا وه چې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان اړيکو په پراختيا خبرې اتري کړېدي

کبير حقمل بيان ترمخه دې ملاقات کښې پيښور کښې د افغان مارکيټ معامله باندې هم خبرې اترې شويدي او دواړه مشرانو په دې اتفاق کړے چې دا ستونزه هوارولو لپاره دې يو تکنيکي کميټي جوړه کړې شي

د خارجه امورو سيکرټري سهيل محمود هم  دې ملاقات دوران موجود وو

بلخوا د افغانستان خبري ادارو وئيلي دي چې د آئي ايس ائي د مشر او ملي امنيت د شورا صلاح کار په ملاقات کښې پاکستان لپاره د افغانستان سفير عاطف مشعل احصار کيدو په معامله هم خبرې اتري شويدي او افغان واکمنو په دې حواله خپلو انديښنو د پاکستان استخباراتي ادارے مشر خبر کړېدے

د آئي ايس آئي مشر په داسې حال د کابل سفر کړے چې د پاکستان سفارتخانے اهلکار د هراسا کولو په معامله دواړو ملکونو ترمينځه په سفارتي کچ تاؤ تريخوالې رامخې ته شوي او په دې معامله د احتجاج په توګه کابل کښې پاکستاني سفارت عام افغانانو لپاره ويزه سيکشن تړلي دے

دغه رنګ د احتجاج په توګه پاکستان څو ورځو مخکښې  د افغانستان نائب سفير هم خارجه دفتر ته رابللي وو او ورته د سفارتکارو هراسا کولو په معامله احتجاج شوي وو

د پاکستان سفارتخانے اهلکار هراسا کولو نه مخکښې پيښور کښې د افغان مارکيټ په معامله هم د دواړو ملکونو ترمينځه سفارتي اړيکي خرابې شوي وے پيښور پوليسو لخوا په دې مارکيټ لګيدلے د افغانستان بيرغ راکوزولو باندې افغانستان سخت احتجاج کړي وو او د احتجاج په توګه ئې پيښور کښې خپله قونصلګرۍ هم تړلي وه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.