زلمې خليل زاد پاکستان دورې اعلاميه جاري،افغان سولي په معاملو خبرې شوي

زلمې خليل زاد د طالبانو لخوا تښتولي شوي دوه بهرملکي وګړو بازيابۍ سلسله کښې د افغانستان او پاکستان دوره کړے،ذرائع

اسلام آباد کښې د امريکې سفارتخانے پاکستان ته د زلمي خليل زاد غيراعلانيه دورې اعلاميه جاري کړيده

اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې امريکنې استازي د ګل او نهې په ورځ اسلام آباد کښې د وزيراعظم عمران خان او د پاک پوځ د سرلښکر نه علاوه نورو چارواکو سره ملاقاتونه کړيدي

اعلاميې ترمخه د زلمې خليل زاد او پاکستاني واکمنو ترمينځه ملاقاتونو کښې د افغانستان سولې عمل په موجوده صورتحال د خيالاتو بدلون شوېدے

اعلاميه کښې دا هم وئيلي شويدي چې افغان کښې روان تشدد د خاتمے لپاره څه اقدامات پورته کول پکار دي؟ په دې معامله هم زلمي خليل زاد د پاکستان د واکمنو سره خبرې کړيدي

اسلام آباد ته راتګ نه مخکښې  زلمې خليل زاد د افغانستان دوره هم کړي وه او کابل کښې ئې د اولسمشراشرف غني  پشمول نورو چارواکو او سياسي مشرانو سره ملاقاتونه کړي وو

کابل ته د امريکني استازي غيراعلانيه سفر په حواله د ملي امنيت صلاح کار حمدالله محب وئيلي دي چې دا سفر د افغان سولي عمل د پرمختګ برخه نه وه بلکه زلمې خليل زاد  د طالبانو د ولقے نه د امريکې او آسټريليا د پروفيسرانو بازيابۍ سلسله کښې کابل ته راغلے وو

د هغه وينا وه چې افغان دولت به د طالبانو د قبضے نه دغه پروفيسران د بازيابۍ هر ممکن کوشش کوي خواول دا معلومول پکار دي چې دغه دواړه استازان ژوندي دي او کنه د طالبانو ولقه کښې په حق رسيدلي دي

سرچيني وائي چې پاکستان ته د امريکني استازي تګ مقصد هم  د دغې دواړو پروفيسرانو بازيابۍ لپاره پاکستان حکومت  نه مرستې طلب کولو لپاره وو

د امريکې پروفيسر ټيموتي ويکس او د آسټريليا پروفيسر کوين کينګ په اتم اګست کال 2016 کښې د کابل دارالامان سيمې نه طالبانو هغه وخت اغوا کړي وو کله چې دوي د خپل ګيسټ هاؤس په لور روان وو.دې پروفيسرانو امريکن يونيورسټۍ آف افغانستان کښې خپلې ذمه وارې ترسره کولے.طالبان د دواړو پروفيسرانو د رهائۍ په بدل کښې د انس حقاني د بازيابۍ مطالبه کړېده

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.