په چترال د افغان فورسز ډزې،پوځي اهلکارو پشمول 11کسان ژوبل،آئي ايس پي آر

جوابي کارروائۍ کښې افغان سرحدي پوسټونو ته زيان اوړيدلے دے،د دواړو ملکونو پوځي چارواکو ترمينځه رابطے وروستو ډز بندي شوے،آئي ايس پي آر

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې چترال کښې افغان پولې سره نزدي سيمو باندې د کونړ ولايت سرحدي علاقے نه افغان سيکيورټي فورسز بغير د څه اشتعال ډزې کړيدي

بيان ترمخه افغان فورسز د ميشن ګنواو مارټر ګولو د لارې د چترال آروندو کلې په نښه کړي وو چې په نتيجه کښې د پاک پوځ شپږ اهلکارو پشمول 11 کسان ژوبل شويدي

بيان کښې زياته کړي شويده چې د پيښې وروستود پاک پوځ اهلکارو جوابي کارروائي کړے او د افغان سرحدي فورسز چيک پوسټونو ته ئې زيان رسولے دے

ورستو د دواړو ملکونو پوځي چارواکو ترمينځه رابطو په نتيجه کښې د ډزو تبادله  بند شوي ده

تيره ورځ د افغان اولسمشر اشرف غني ترجمان صديق صديقي په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې تور لګولي چې په کونړ ولايت د پاکستان سيکيورټي اهلکارو د راکټو بريدونه کړيدي

د هغه بيان ترمخه د پاک پوځ دا کارروائي د بين الاقوامي قوانينو خلاف ورزي ده او اسلام آباد انتظاميې نه ئې مطالبه کړے چې په کونړ ولايت دې د راکټو حملے بند کړي

بلخوا د کونړ ولايت د ګورنر ترجمان عبدالغني مصميم خبري ادارو ته وئيلي دي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا د ناوې اولسوالۍ په دوکلام سيمه باندې ګڼ شمير راکټې داغلي شويدي چې په نتيجه کښې درې زنانه په حق رسيدلي او د يو ماشوم پشمول څلور کسان ژوبل شويدي

د کونړ ولايت چارواکو ترمخه د افغانستان او پاکستان پوځيانو ترمينځه د ډزو تبادله په پاک افغان پوله ازغن تار لګولو دوران رامخې ته شويده

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.