اسلام آباد هائي کورټ د نوازشريف سزا 8 ھفتو له معطل کړه

که اته مياشتو کښې د نوازشريف طبي حالت ښه نه شو نو ضمانت کښې توسيع ورکولو د پنجاب حکومت کار دے،د هائي کورټ فيصله

اسلام اباد هائي کورټ العزيزيه ريفرنس کښې پخواني وزيراعظم نواز شريف په طبي بنياد د جيل نه خوشي کولو په حواله د درخواست فيصله اورولي او د اته هفتو لپاره ئې د هغه عبوري ضمانت منظور کړېدے

جسټس محسن اختر کياني او جسټس عامر فاروق باندې مشتمل بنچ د دې اهم کيس فيصله اورولي ده، فيصله کښې وئيلي شويدي چې د نواز شريف علاج لپاره عدالت په طبي بنياد هغه د اته هفتو لپاره په ضمانت د خوشي کولو احکامات جاري کوي

عدالتي فيصله کښې دا هم وئيلي شويدي که چرې دې اته مياشتو کښې د نوازشريف صحت ښه نه شو او هغه نور علاج معالجې ته اړتيا لري نو په دې حواله به هغه پنجاب حکومت سري رابطه کولے شي د هغه ضمانت کښې نور توسيع کول د پنجاب حکومت کار دے

فيصله کښې زياته کړي شويده که چرې نوازشريف اته مياشتې ضمانت نه پس پنجاب حکومت ته ضمانت کښې د توسيع په حواله څه درخواست ونه کړو نو د هغه ضمانت به منسوخ وګڼلي شي او دوباره به باقي پاتې سزا په جيل کښې پورا کړي

نن چي کله د دې کيس سماعت شورو شو نو د عدالتي حکم مطابق د نوازشريف علاج لپاره قائم کړي شوي بورډ د هغه د صحت په حواله خپل حتمي رپورټ عدالت ته وړاندې کړي وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې د ميا صيب حالت اوس هم تشويش ناک دے

ميډيکل رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي وو چې نواز شريف د زړه نه علاوه نور بيمارو کښې اخته شويدے او د هغه پليټ ليټس جوړيږي او غورځيږي۔د نوازشريف ذاتي ډاکټرعدنان هم عدالت ته حاضر شوي او خپل بيان ئې ريکارډ کړېډے،د ډاکټر عدنان وينا وه چې تر دې دمه ډاکټرانو دا وجه معلوم نه کړې شوه چې د نواز شريف پليټ ليټس ولې راغورځيږي،دغه رنګ د ميډيکل بورډ ډاکټرانو عدالت ته وئيلي دي چې په نوازشريف باندې د علاج دوران د زړه دوره هم راغلي وه

د ډاکټرانو د بيان ريکارډ کولو وروستو د نوازشريف وکيل او د نيب پراسيکيوټر عدالت کښې دلائل ورکړي وو،خپل دلائلو کښې خواجه حارث وئيلي وو چې هغه د ميډيکل بورډ د علاج نه مطمئين نه دے

د هغه وينا وه چې د نوازشريف يوې بيمارۍ اثر په نورو بيمارو هم کيږي او دا چې سروسز هسپتال کښې د نوازشريف ښه علاج لپاره ټول سهولتونه نشته او مونږ غواړو چې ستر عدالت په ضمانت هغه خوشي کړي چې هغه خپل علاج په ښه طريقه وکړې شي

د نيب پراسيکيوټر هم دې مقدمه کښې خپل دلائلو ورکړي او په مستقل بنياد ئې د نوازشريف په ضمانت د خوشي کولو مخالفت کړي وو، د نيب پراسيکيوټر بهرملک ته علاج لپاره د نوازشريف منتقل کولو هم مخالفت کړي وو او وئيلي ئې وو چې دې نه مخکښې سپريم کورټ د علاج لپاره د نواز شريف ضمانت د شپږو هفتو لپاره منظور کړي وو ولې عدالت دا حکم هم کړي وو چې هغه به علاج په پاکستان کښې کوي بهرملک ته نه شي تللے

نيب پراسيکيوټر زياته کړه چې په انساني بنياد نوازشريف ته د عدالت لخوا ورکړې کيدونکي ضمانت باندې نيب ته به اعتراض نه وي او عدالت سره اختيار شته چې د سپريم کورټ فيصلے په رڼا کښې دې مختصر وخت لپاره ميا صيب له ضمانت ورکړي

وروستو عدالت د نوازشريف په ضمانت باندې د خوشي کولو حکم ورکړو او هغه ته ئې د شل شل لکه روپو دوه مچلکے جمع کولو حکم هم کړېدے

دې مقدمه کښې د پنجاب وزيراعلي هم عدالت ته پيش شوي وو او وئيلي ئې وو چې هسپتال کښې نواز شريف ته د علاج لپاره ښه نه ښه سهولت ورکړي شوېدے۔د هغه وينا وه چې د نوازشريف د مقدمو تعلق د نيب سره دے چې کله هغه بيمار شو نو علاج په حواله ئې پنجاب حکومت خپلې ذمه وارې پورا کړے او د هغه علاج لپاره ميډيکل بورډ هم جوړ کړے شو

د اسلام آباد احتساب عدالت نوازشريف ته د تير کال په 24 دسمبر العزيزيه ريفرنس کښې د اووه  کاله قيد سزا اورولي وه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.