د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ووژلي شو ،صدر ډونلډ ټرمپ

د البغدادي وژنه د امريکې تاريخي کاميابي ده،نور ترهه ګر دې هم د هغه د انجام نه عبرت واخلي،امريکني صدر

صدر ډونلډ ټرمپ وائټ هاؤس کښې ميډيا سره خبرو په وخت تصديق کړي چې د امريکني پوځ کارروائۍ دوران د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلي شويدے

د صدر ټرمپ وينا ترمخه امريکې تير دريو هفتو راهسې د ابوبکر البغدادي څارنه کوله او د هغه په تګ راتګ ئې  ژور نظر ساتلي وو ولې د شام په شمالي سيمه کښې د امريکني پوځ کارروائۍ په مهال هغه سره د خپلو نورو ملګرو ووژلي شو

امريکني صدر زياته کړه چې د البغدادي خلاف عملياتو کښې اته هيلي کاپټرو برخه اخستي وه، چې کله د هغه  د ګرفتارولو لپاره امريکني  کمانډوز چهاپه ووهله نو البغدادي ځان پورې تړلي خود کش جيکټ د لارې چاودنه وکړه چې پکښې هغه او درې ماشومان ئې ووژلي شول

صدر ټرمپ دا هم وئيلي دي چې دغه کور کښې د البغدادي دوه ميرمنې هم موجود وي او دوي د سيکيورټي فورسز سره نښتې په مهال وژلي شويدي

امريکني صدر زياته کړه چې  ابوبکر البغدادي او د هغه تنظيم د  بے ګناه انسانو وژنه کښې ککړ وو او هغه  خپل انجام ته رسيدو وروستو به نړۍ کښې امن په ځائې شي

48 کلن ابوبکر البغدادي چې خپل اصل نوم ئې ابراهيم وو د عراق سره تعلق لرولو او داعش نومې ډله جوړولو نه مخکښې هغه د بغداد يوې مدرسې امام وو،په عراق د امريکې حملے وروستو البغدادي القاعده ډلې کښې شامل وو او کال 2010 کښې ئې  د داعش په نوم خپله وسله واله ډله جوړه کړه او تر دې دمه د دې تنظيم امير وو

امريکې د البغدادي په سر د دوه نيم کروړ ډالرو د انعام اعلان  کړي وواو دې نه مخکښې هم څو وارې د هغه د وژنې په حواله آوازې خورې شوي وے

افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني امريکني ځواکونو لخوا د داعش ډلې د مشر وژنې هرکلي کړيدے او وئيلي ئې دې چې د هغه وژنې سره به افغانستان پشمول ټوله نړۍ کښې د ترهه ګرۍ واقعات کم شي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.