ولي محمد طوفان – د پښتني غورځنګونو مبارز

چا ورته ويئل چې له ګونګټه يارانه ښه ده ګل که ښکولول غواړې بورا سره ملګرے شه

ليک اعجاز يوسفزے

ولی محمد طوفان د خدايي خدمتګارۍ د قافلې د مشال وړونکي مخکښنانو ځينې يو ؤ. د پېښور په شاؤ خوا کښې د خالصې علاقې په سردار ګړۍ نومې کلي کښې په ديارلسم مۍ ۱۹۱۹ميلادي دې نړې ته راغلې ؤ. لومړۍ يې د “ولي” په نوم شاعري پيئل کړه خو وروستو د مولانا ظفر علي خان په وېنا يې “طوفان” تخلص ونيوو.

طوفان صېب د خواري کښو د خوځښت مرستيال هم پاتې شوې دې خو بيا خدايي خدمتګاري يې وظيفه شوه.د طوفان صېب د شاعرۍ لهجه تنده تېزه او رزميه ده ځکه خو د “طوفان” تخلص ورسره ډېر جوړيږي.هغه صحافتي چارې هم سر ته رسولې دي او په څو ورځپاڼو او رسالو کښې يې د ادارت ذمه وارۍ په ښه شان کړې دي.د طوفان صېب شاعرۍ کښې د پښتنو په زړونو کښې د قامي لړزان راپارولو چې کوم تکړه قوت پروت دې هغه ډيرو لږو ليکوالو ته نصيب شوې دې. د هغه شاعري د مېدانِ جنګ يوه داسې ټپه ده چې زلمو جزبو ته د استعمار د ړنګولو زور ورکوي او د خپلواکۍ د احساس بڅرو ته پوکي ورکوي. دې قامي لارښود او جنګېالې په ۲۶ستمبر ۱۹۸۳ع ددې فاني دنيا نه کوچ اوکړو. اروا دې ښاده وي! امين
راځې چې د هغه يو خونده ور نظم ” ملګرتيا” نه خوند واخلو:
تور له ځانه لرے کړه’ رڼا سره ملګرے شه
نورو پسې مه ورځه ‘ بابا سره ملګرے شه
زه چې درته ستائم باچاخان نو دا مطلب مې دې
ننګ سره پښتو سره حيا سره ملګرے شه
ستَر پښتانۀ د خپلو مياندو چاته نه پرېږدي
ځويه د ادکۍ پښتونخوا سره ملګرے شه
بيم د بېدارۍ په سمه غر يې چې پوکلې دے
قامه! د وطن هغه بينا سره ملګرے شه
چا ورته ويئل چې له ګونګټه يارانه ښه ده
ګل که ښکولول غواړې بورا سره ملګرے شه
ستا د لويو لويو غرونو پنجې تر اسمانه ځي
خيږه تاترې ته ثريّا سره ملګرے شه
اوس خو د مغلو شيش محل ته لار آسانه شوه
وير سره’ ماتم سره’ ژړا سره ملګرے شه
خېټه د شپې وشلوه مرې د تېرو غوڅه کړه
شوره د تېرو تورو برېښنا سره ملګرے شه
خېر دے که امين او مستجاب مغل پالنه کړه
ته د وخت اېمل سره’ دريا سره ملګرے شه
ژوند د قصابانو په جوسه کښې خلک نه مومي
اے په ژوند ميئنه مسيحا سره ملګرے شه
ولېږده ستومانه قافلې له سره ولېږده
وخت د چوکېدو نه دې دنيا سره ملګرے شه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.