په کشمير د بهارت قبضہ: پاکستانیان او کشميريان نن توره ورځ نمانځي

په کشمير د بهارتي قبضے 72 کاله پورا

د لائن آف کنټرول نه يو خوا بلخوا پراته کشميري وګړي ننې ورځ د تورې ورځې په حيث نمانځي،په 27  اکتوبر کال 1947  کښې بهارتي پوځيان مقبوضه جمو وکشمير  باندې حمله کړي وه او په سيمې ئې غير قانوني قبضه کړي وه

د وفاقي  حکومت په اعلان د ملک په ټولو صوبو کښې نن  توره ورځ نمانځلي شې چې مقصد ئې کشميري وړوڼو خويندو له دا پيغام ورکول دي چې د حق خود اراديت ترلاسه کولو په دې جنګ کښې دوي  يواځي نه دي بلکه ټول پاکستان ورسره اوګه په اوګه ولاړ دے

د يوم سياه په مناسبت مقبوضه وادۍ کښې مکمل هړتال دے او د کل جماعتي حريت کانفرنس مشرانو په اپيل سري نګر پشمول ټوله سيمه کښې پرامن احتجاجونه روان دي چې مقصد ئې د کشميري وګړو د موجوده حالت او بهارتي حکومت ظلم او زياتو نه نړۍ خبر ول دي

د دې ورځې په مناسبت پاکستان د کشميري وګړو هر قسمه سياسي،اخلاقي او سفارتي مرستې جاري ساتلو عزم کړيدے،د يوم سياه په مناسبت خپل پيغام کښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د بهارتي ناجائزه قبضے خلاف تير  72کالو راهسۍ کشميري وګړي لکه د غر ولاړ دي او ثابت کړي ئې ده چې بهارت دې رياستي دهشت ګردۍ له هر څومره هم زور ورکړي د آزادۍ لپاره به د دوي مبارزه جاري وي

صدر مملکت زياته کړه چې نريندر مودي لخوا په پنځم اګست د مقبوضه کشمير حيثيت ختمولو وروستو نافذ کړي شوي کرفيو او د لاکهونو کشميري وګړي خپلو کورونو دننه محصور ساتل د رياستي دهشت ګردۍ بد ترين مثال دے

دغه رنګ وزيراعظم عمران خان هم کشميري وګړو سره د يووالې اظهار کړيدے او وئيلي ئې دي چې د حق خود اراديت تر لاسه کولو پورې به پاکستان د متحده قامونو د قرارداد مطابق د کشميري وګړو اخلاقي،سفارتي او سياسي ملاټر جاري ساتي

د وزيراعظم پيغام کښې وئيلي شويدي چې د بهارتي حکومت غير ذمه دارانه اقداماتو لوجې د سيمې امن او استحکام  د خطرو سره مخ شويدے بايد چې  نړۍ واله ورورولي مقبوضه جمو و کشمير کښې په بے ګناه وګړو د بهارتي جبر او تشدد د خاتمے لپاره خپل کردار ادا کړي

د کشمير په معامله د پاکستان او بهارت ترمينځه درې جنګونه شويدي او اوس هم بهارتي جارحيت او وخت په وخت په کنټرول لائن د جنګ بندۍ د معاهدې خلاف ورزۍ باندې دواړو ملکونو ترمينځه تاؤ تريخوالې برقرار دے

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.