آزاد کمشير کښې درې کيمپونه تباه کولو بهارتي دعوي پاکستان مستردکړه

د بهارتي پوځ ډزو کښې 5 بے ګناه وګړي او د پاک پوځ يو اهلکار شهيد شوي وو،جوابي کارروائۍ دوران 9 بهارتي پوځيان هم وژلي شوي وو

ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور آزاد کشمير کښې مبينه درې کيمپونه تباه کولو په حواله د بهارتي آرمي چيف دعوي مسترد کړېده

په ټوئټر جاري کړي شوي خپل بيان کښې ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د بهارتي پوځ د مشر بيان د مايوسې ډک دے هغه په اعلي عهده باندې تعينات دے ولې دا قسمه د دروغو پروپګنډے کوي

ميجر جنرل آصف غفور بيان ترمخه آزاد کشمير کښې هيڅ قسمه داسې کيمپ نشته کوم چې بهارتي پوځ لخوا په نښه کړې شي

ډي جي آئي ايس پي آر خپل بيان کښې وئيلي دي چې د بهارتي حکومت دعوي کښې څومره حقيقت دے دا  ثابتولو لپاره دې پاکستان کښې ميشته بهارتي سفارتخانه بهرملکي سفيران يا ميډيا نمائندګان متاثره سيمې ته دورې لپاره بوځي پاکستان به ئې هرکلي وکړي

بيان کښې زياته کړي شويده چې د بهارت اعلي پوځي مشران د پلوامه حملے وروستو مسلسل د دروغو دعوي کوي او دا قسمه دعوې د پوځ پيشه وارانه اخلاقياتو خلاف دي

ميجر جنرل آصف غفور په بهارتي ميډيا هم غږ کړېدے چې دوي دې بے بنياده پروپګنډې نه ډډه وکړي او ذمه دارانه رپورټنګ په حواله دې د صحافتي ضابطه اخلاقو باندې عمل درآمد وکړي

بهارتي پوځيانو دوه ورځې وړاندې شاه کوټ،نوسيري او جورا سيکټرو باندې بغير د څه اشتعال نه په عامه آبادۍ ډزې کړي وے چې په نتيجه کښې د پاک پوځ يو اهلکار او پنځه مقامي وګړي شهيدان شوي وو ولې د پاک پوځ ځوانانو هم په د بهارتي جارحيت فوري جواب ورکړے او د بهارت 9 پوځيان ئې وژلي وو

د دې حملے وروستو د بهارت آرمي چيف بپن راوت نوي دلي کښې ميډيا سره خبرو په وخت دعوي کړي وه چې بهارتي پوځيانو آزاد کشمير کښې د ترهه ګرو درې کيمپونو باندې بمباري کړے چې  پکښې تر لسو پورې دهشت ګرد وژلي شوي او د دوي کيمپونه تباه کړي شويدي

په کنټرول لائن د جنګ بندۍ د معاهدې په خلاف ورزۍ پاکستان بهارت ته سخت احتجاج هم کړے او دې سلسله کښې د بهارت ډپټي هائي کمشنر ګوراؤ اهلواليه خارجه دفتر ته رابللي شوي وو او ورته احتجاجي مراسله حواله کړي شوي وه

مراسله کښې وئيلي شويدي چې بهارتي پوځيانو کال 2017 راهسې په کنټرول لائن د جنګ بندۍ د معاهدو خلاف ورزۍ شورو کړيدي او تر دې دمه ئې د زرو نه سيوا حملے کړي چې پکښې بے ګناه وګړو پشمول د پاک پوځ اهلکار شهيدان شويدي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.