افغان صدارتي ټاکنو نتيجو ځنډولو باندې اليکشن کميشن معافي غوښتے ده

ځني تکنيکي مسائلو او د ټاکنو عمل په هره شعبه کښې شفافيت يقيني جوړولو لوجې ستمبر مياشت کښې شوي صدارتي اليکشن ابتدائي نتائجو اعلان د ځنډ ښکار شويدے،حوا علم نورستاني

کابل کښې پريس کانفرنس په وخت د افغانستان د ټاکنو کميشن مشرې حوا عالم نورستاني ووئيل چې اليکشن کميشن د خپل وس مطابق د صدارتي ټاکنو نتائج راغونډولو لپاره شپه او ورځ کار کړے ولې د دې نتائجو اعلان په ټاکلي شوي نيټه کولو کښې پاتي راغلے يو

د هغې وينا وه چې ځني داسې مشکلات اليکشن کميشن ته رامخې ته شول چې لوجې ئې په نتائجو جاري کولو کښې لم ليټ پيدا شو

د ټاکنو کميشن مشرې وضاحت کړيدے چې مرکزي سرور کښې د بائيو ميټرک د لارې پول شوي ووټونو ډيټا شاملولو کښې هم ځني تکنيکي مسائل راپيدا شوي وو کوم چې د دې ټاکنو نتائج د يو څو ورځو لپاره ليټ کړل

حوا عالم نورستاني زياته کړه چې اليکشن کميشن هر ممکن کوشش کوي چې څومره زر کيدې شي د دې ټاکنو ابتدائي نتائج جاري کړي ولې هغې دا وضاحت نه دې کړے چې دا نتائج به په کومه نيټه اعلان کړي

دغه رنګ د اليکشن کميشن مشرې د ټاکنو د نتيجو اعلان د ځنډ ښکار  کيدو باندې د افغان اولس نه معافي غوښتې ده۔

حوا علم نورستاني تور لګولے دے چې د صدارتي اميدوارانو نمائندګان بائيو ميټرک ډيوائس متعلق معلوماتو په عمل کښې رکاوټ پيدا کړېدے کوم چې په وخت نتائج نه تياريدو سبب جوړ شويدے

افغان اولسمشر اشرف غني د صدارتي ټاکنو د نتائجو اعلان ځنډولو په حواله د ټاکنو د کميشن د اعلان هرکلي کړېدے۔ په ټوئټر جاري کړي شوي خپل بيان کښې ډاکټر اشرف غني وئيلي دي چې د دې اليکشن نتائجو ته د ټول افغان اولس سترګي دي خو ټاکنيز عمل کښې شفافيت يقيني کولو په خاطر د اليکشن کميشن لخوا نتائجو عمل ملتوي کيدو هرکلي کوو

افغانستان کښې د صدارتي ټاکنو لپاره ووټونه په 28 ستمبر پول شوي وو او د اليکشن کميشن د قانون مطابق د اکتوبر مياشتې په نولسمه نيټه د دې انتخاباتو ابتدائي نتائج جاري کيدل وو، امکان دے چې د ټاکنو کميشن به تر يوې هفتې پورې د نتائجو اعلان وکړي

دې ټاکنو کښې خواؤ شا شل لکه کسانو د بائيو ميټرک په ذريعه د خپل ووټ استعمال کړېدے ولې سرچينې وائي چې دې شميره کښې کمې بيشي راتلے شي ځکه چې اوس هم مرکزي سرور ته د پول شوي ووټونو ډيټا د منتقل کيدو عمل جاري دے

دې ټاکنو کښې اصل مقابله د موجوده صدر ډاکټر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله ترمينځه وه،د اليکشن نه پس دواړو اميدوارانو دا اليکشن د ګټلو دعوي کړيدي ولې د ټاکنو کميشن مشرې حوا علم نورستاني وضاحت کړېدے چې د اليکشن د نتائجو اعلان حق صرف او صرف اليکشن کميشن سره دے او په ټولو صدارتي اميدوارانو ئې زور راوږې وو چې اولس دې نه ګمراه کوي بلکه د ټاکنو د ابتدائي نتائجو دې دوي هم انتظار وکړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.