افغان سوله د امريکې ترلاسه شوي کاميابۍ محفوظ ساتلي شي،زلمې خليل زاد

د امريکې فائده په دې کښې ده چې تير شل کالو راهسې افغانستان کښې ترلاسه شوي کاميابۍ دې محفوظ وساتلي شي،زلمې خليل زاد

افغان مفاهمتي عمل لپاره د صدر ټرمپ خصوصي استازي زلمې خليل زاد د  ډير وخت انتظار وروستو يو وارې بيا د افغانستان د مسئلې حل په حواله خپلې هلې ځلې شورو کړيدي

امريکني ميډيا رپورټونو ترمخه زلمي خليل زاد نوي منتخب شوي چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف جنرل ملي سره ملاقات کړي او ورسره ئې د شريکې دلچسپې او ترهه ګرۍ خلاف جنګ په معاملو خبرې کړيدي

رپورټونو کښې وئيلي شوي چې د صدر ټرمپ لخوا افغان طالبانو سره مذاکرات د ځنډولو وروستو د زلمي خليل زاد د امريکې اعلي پوځي اهلکارو سره په وړومبي ځل ملاقات کړيدے چې پکښې په خصوصي توګه د افغانستان په تازه صورتحال د خيالاتو بدلون شويدي

زلمي خليل زاد لخوا په ټوئټر جاري کړي شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې جنرل ميلي سره ئې د افغانستان په کشاله خبرې شويدي ځکه چې امريکنې جرنيل د افغانستان د موجوده صورتحال نه ښه خبر دے

بيان کښې وئيلي شويدي چې دواړه په دې متفق وو چې د يو سياسي حل د لارې د ترهه ګرو د خطرو نه خپل ملک محفوظ وساتو

زلمي خليل زاد بيان کښې زياته کړيده چې افغانستان کښې سوله راتلو سره د امريکې تير شل کالو دوران افغانستان کښې ترلاسه کړي شوي کاميابۍ محفوظ پاتي کيدې شي او مونږ به د دې جوګه هم شو چې افغانستان کښې خپلې پوځي کارروائۍ کمې کړو

د امريکني استازي زلمي خليل زاد ټوئټ بيان نه داسې څرګنديږي چې يو وارې بيا د افغان جنګ دواړه فريق د مذاکراتو په ميز يو بل ته مخامخ ناستے لپاره ماحول برابروي۔ زلمي خليل زاد او د امريکې چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف ترمينځه د ملاقات نه يو څو ګهنټې مخکښې ډيلي ټائمز ورځنامې د طالبانو د قطر سياسي دفتر ترجمان سهيل شاهين مرکه شائع کړي وه چې پکښې هغه هم امريکې سره دوحه مذاکرات بيا د بحالۍ اشاره ورکړي وه

خپله مرکه کښې سهيل شاهين وئيلي وو چې امريکې سره مذاکراتي عمل د کاميابۍ تر درشل رسيدلي وو او په ممکنه توګه کيدونکې امن لوظنامے مسوده د قطر اعلي حکام ته سپارلي شوي وه او د معاهدے د لاس ليک لپاره تيارو ته هم حتمي شکل ورکړي شوي وو ولې امريکني صدر ډونلډ ټرمپ په ناڅابي توګه دا مذاکرات وځنډول

سهيل شاهين وينا ترمخه دا مذاکرات ملتوي کول د صدر ډونلډ ټرمپ جذباتي اعلان وو دې فيصلے سره امريکې ته هيڅ ګټه په لاس نه شي راتلے که چرې واشنګټن انتطاميه اوس هم د خبرو اترو دا نيمګرې سلسله بيا د شورو کولو اراده لري نو طالبان هم دې لپاره تيار دے

څو ورځې وړاندې لندن کښې د ناټو پارليماني اسمبلۍ ته اجلاس دوران د ناټو جنرل سيکتر ينس سټولټنبرګ هم يو وارې بيا د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات د بحاليدو د خواهش اظهار کړي وو او په طالبانو ئې غږ کړي وو چې امريکې سره مذاکراتو بيا د بحالولو لپاره دې خپل شرطونو او مطالبو نه دستبرداره شي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.