د ننګرهار جومات بمي چاودنې 64 شهيدان خاورو ته سپارلي شويدي،د سيمې فضا غمژنه

پاکستان، امريکې او د متحده قامونو جنرل سيکتر پشمول په نړي وال کچ د دې خونړي بريد په سختو ټکو کښې غندنه شويده

د افغانستان ننګرهار ولايت په هسکه مينه اولسوالۍ کښې د جمعے مانځه دوران جومات کښې پرله پسې دوه بمي چاودنې شوي وے چې په نتيجه کښې 64 کسان شهيدان او ديرشو نه سيوا کسان ژوبل شوي وو

دا چاودنې دومره زوره ورې وي چې د سترګو په رپ کښې ئې د جومات چهت په مونځ ګزارو راغورځولي وو او دوي د ملبې لاندې ګهير شوي وو او تر شپے ناوخته پورې مقامي کسانو د  ملبے لاندې ګهير مړه او ژوبل کسان راويستو کښې مصروفه وو

دې غمژنه پيښه کښې شهيد شوي کسان په خپلو خپلو آبائي سيمو کښې خاورو ته سپارلي شويدي او د ننګر هار په مختلفو هسپتالونو کښې 34 ژوبل کسانو علاج روان دے

د ننګرهار د والي عطاالله خوګياني بيان ترمخه چاودنه هغه مهال شوي کله چې مونځ ګزار په مانځه ولاړ وو او دوئم رکعت دوران پرې چاودنه وشوه

د هغه وينا وه چې د جمعے د مونځ لپاره دغې جومات کښې 300 نه زيات کسان راغونډ شوي وو،د پيښې شهيدانو او ژوبل کسانو کښې ماشومان هم شامل دي

د دې پيښې خلاف په ټول افغانستان او په خصوصي توګه ننګرهار ولايت کښې د سوګ ماحول دے او په جومات باندې د ترهه ګرو د حملے په نړي وال کچ مذمتونه شويدي

پاکستان د دې بريد په سختو ټکو کښې غندنه کړے او پيښه کښې شهيد شوي کسانو لواحقينو سره د خواخوګۍ اظهار شويدے،د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان ترمخه پاکستان د هر رنګ ترهه ګرۍ مذمت کوي او د ترهه ګرۍ د ناسور د خاتمے لپاره افغان دولت او اولس سره اوګه په اوګه ولاړ دے

د متحده قامونو جنرل سيکتر انتونيوګوټرس ،افغانستان لپاره د امريکې سفير جان بس،د ايران،اټلي او نورو ملکونو لخوا د ننګرهار جومات بمي چاودنې په سختو ټکو کښې غندنه شوے او دا ئې د شرخوښو وخشيانه حمله ګرځولي ده

ننګرهار ولايت د داعش جنګيالو لوئي مرکز ګڼلې کيږي او د دې صوبے په مختلفو برخو کښې وخت په وخت د داعش او طالبانو ترمينځه نښتې هم شويدي،طالب جنګيالي په کوشش کښې دي چې کومه سيمې د داعش کنټرول لاندې دے هغه سيمو کښې خپله اجاره داري قائمه کړي او داعشيان دې علاقو نه ختم کړي

دغه رنګ د داعش خلاف د ننګرهار ولايت مختلف قامونه او قبيلې هم راپورته شويدي او د دوي د خاتمے لپاره افغان فورسز سره په شريکه کارروايانې کوي چې پکښې شنواري قبيله زيات فعال ده او د ترهه ګرۍ دا اوسنې پيښه هم د شنوارو په جومات شويده

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.