افغان مارکيټ،بيرغ کوزولو باندې احتجاج; پيښور افغان قونصلګري بندہ

پيښور پوليسو لخوا د افغان مارکيټ نه بيرغ راکوزول غيرمسؤلانه کار او د ملي بيرغ توهين دے،افغان خارجه وزارت

پيښور کښې د افغانستان قونصلګرۍ لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پوليسو لخوا افغان مارکيټ نه ملي بيرغ راکوزولو لوجې د احتجاج په توګه د پيښور قونصلګري تړلي شويده

بيان کښې زياته کړي شويده چې  پوليسو لخوا يو وارې بيا په دې مارکيټ غير قانوني چهاپه وهلي شوي او مارکيټ سيل کړي شويدے او په دغه مارکيټ لګيدلے د افغانستان بيړغ ئې بيا راکوز کړېدے

افغان مارکيټ د  پيښور په فردوس سيمه کښې ډير وخت راهسې  قائم دے ولې د دې مارکيټ د زمکې د ملکيت معاملې  اوس خطرناک شکل خپل کړيدي

تيره ورځ پيښور پوليسو د دې مارکيټ دوکانداران بے دخله کول او مارکيټ د نړولو لپاره آپريشن هم کړي وو

پوليس چارواکو  په دې مارکيټ لګولي شوې د افغانستان بيرغ هم کوز کړې وو  چې پرې افغان دولت سخت غبرګون ښودلے دے

کابل کښې د افغان خارجه وزارت لخوا جاري شوي يو بيان کښې د پيښور پوليسو لخوا د مارکيټ نړولو او د افغانستان بيرغ د کوزولو مذمت شويدے

بيان ترمخه خيبر پښتونخوا پوليسو افغان قونصلګرۍ ته پيشګي اطلاع ورکولو بغير د مارکيټ محاصره کړي او هلته لګيدلي د افغانستان قامي بيرغ ئې راغورځولي او د مارکيټ ځنې برخې ئې هم نړولي دي

بيان کښې زياته کړي شويده چې دا مارکيټ د افغانستان ملکيت دے او پاکستاني عدالت دغه حقوقي مسئله په سياسي ډول فيصله کړيده کومه چې کابل انتظاميې ته د منلو نه ده

د دې واقعے وروستو افغان سفير عاطف مشعل د دغې مارکيټ دوره کړي او د خيبر پښتونخوا حکومت د دې اقداماتو ئې سخت مذمت وکړو

عاطف مشعل په دغه مارکيټ افغان بيرغ بيا پورته کړي او ميډيا سره خبرو په مهال ئې خبر دارې ورکړېدے که چرې پوليسو لخوا دوباره دا بيرغ راکوز کړي شو نو افغان دولت به د احتجاج په توګه پيښور کښې خپله قونصلګرۍ وتړي

تيره ورځ خپل هفته وار پريس بريفنګ دوران د خارجه وزارت ترجمان ډاکټر فيصل وئيلي وو چې افغان مارکيټ قانوني معامله ده او په دې حواله سپريم کورټ فيصله هم اورولي ده او د ستر عدالت په فيصله به عمل درآمد کيږي

مارکيټ نه د افغانستان بيرغ راکوزولو په معامله يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې که چرې دې سلسله کښې څه قسمه غير سفارتي هلې ځلې شوي وي نو تحقيقات به کوؤ او د ذمه وارو کسانو خلاف به کارروائي وکړو

د دې مارکيټ د ملکيت لانجه ډير پخوا راهسې راپورته شويده،افغان دولت دعوي لري چې دا زمکه د پاکستان او هندوستان د تقسيم نه هم مخکښې د دوي ملکيت وه  ولې تير څو کالو راهسې پرې يو تن د خپل ملکيت د دروغو دعوي کړېده

ذرائع وائي چې د دې مارکيت د زمکې په ملکيت دعوي کونکي کسانو او افغان دولت ترمينځه کال 1971 راهسې شخړه روانه ده او څه موده راهسې عدالت کښې کيس چليدو وروستو سپريم کورټ  په 2017  کښې د مارکيټ پاکستاني دعويدار زوار حسين  په حق کښې فيصله اورلي وه

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.