پاکستان خلاف شرانګيز تقرير:د ايم کيو ايم مشر الطاف حسين لندن پوليسو ګرفتار کړو

د متحده قامي مومنټ د مشر خلاف د ترهه ګرۍ دفعو لاندې مقدمه درج کړي شويده، ميټرو پوليټن پوليس

د برطانيې د خبري ادارو رپورټونو ترمخه لندن کښې سکاټ لينډ يارډ پوليسو د ايم کيو ايم مرکزي مشر الطاف حسين ګرفتار کړيدے او د هغه خلاف مقدمه درج کړي شويده

لندن ميټرو پوليسو لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې د الطاف حسين خلاف مقدمه ترهه ګرۍ مرسته کولو په الزام کښې د ټريزازم ايکټ 2006 د سيکشن 1 لاندې درج کړي شويده

بيان ترمخه د ايم کيو ايم د مشر خلاف دا مقدمه د کال 2016 اګست مياشت کښې په کراچۍ کښې د پاکستاني رياست خلاف شر انګيز تقرير کولو په بنياد درج کړې شويده

دې مقدمه کښې د ضمانت موده ختميدو وروستو الطاف حسين نن د لندن سدک پوليس سټيشن ته پيش شوي وو ولې د پوليسو د سوالونو جواب نه ورکولو وروستو په هغه فرد جرم ولګولے شو او په باقاعده توګه ګرفتار کړي شو

د لندن کراؤن پراسيکيوشن بيان ترمخه الطاف حسين فرد جرم عائد کيدو لپاره پوليسو سره ښه کافي شهادتونه موجود وو او په دريم ځل د هغه ضمانت کښې توسيع ونه کړې شوه او ګرفتاري ئې عمل کښې راوستې شوه

د دې مقدمي نور تحقيقات به ويسټ منسټر مجسټريټ کورټ کوي او الطاف حسين به دغې عدالت کښې خپل بيان ريکارډ کوي

د برطانيې چارواکو د ايم کيو ايم د مشر خلاف پلټنې د هغه ريفرنس په رڼا کښې شورو کړيدي کوم چې پاکستان کال 2016 په ستمبر مياشت کښې برطانيه ته ليږلي وو

دې ريفرنس کښې وئيلي شوي وو چې الطاف حسين په 22 اګست کال 2016 کښې د لندن نه د ټيلي فون په ذريعه کراچۍ کښې د ايم کيو ايم کارکنانو ته خطاب کړي وو چې پکښې هغه د شر او تشدد د جذباتو ډک تقرير کړې وو او خپل ورکران ئې د پاکستان رياست خلاف د راپارولو کوشش کړي وو

مسلم ليګ نواز دور حکومت کښې لندن ته ليږلي شوي دې ريفرنس کښې د الطاف حسين د تقرير مکمل ريکارډ، ايم کيو ايم کارکنان راپارولو شهادتونه او د کارکنانو لخوا په ټي وي سټيشنو او خبريالانو د حملو فوټج او نور ريکارډ منسلک کړي شوي وو

ريفرنس کښې پاکستان دريز خپل کړي وو چې الطاف حسين د رياست پاکستان خلاف شر انګيز تقرير کولو لپاره د برطانيې خاوره استعمال کړي وه او د نړي وال قانون خلاف وزري ئې کړه وه بايد چې د هغه خلاف فوري او موثره کارروائي وشي

لندن پوليسو الطاف حسين په 11 جون د سنګين جرمونو ايکټ لاندې ګرفتار کړي وو ولې هغه په دې مقدمه کښې دوه ځله ضمانت ترلاسه کړي وو او په آخري ځل هغه په 12 ستمبر پوليس سټيشن ته پيش شوي وو

الطاف حسين تير 27 کالو راهسې په برطانيه کښې د جلا وطنې ژوند تير وي او په هغه د خپلې پارټۍ مرکزي عهديدار ډاکټرعمران فاروق قتل کيس او مني لانډرنګ پشمول نور سنګين جرمونو مقدمې درج دي او د دويشتم اګست پر تشدد تقرير او د هغه خلاف د پاکستان حکومت لخوا دائره تنګولو وروستو پاکستان کښې د هغه پارټۍ مشرانو هغه سره د  لاتعلقي اعلان وکړو او ايم کيو ايم مختلفو ګروپونو کښې تقسيم شو

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.