مولانا فضل الرحمان اعلان؛ اسلام آباد کښې دهرنا به په هر حال کښې کوو

جے يو آئي کارکنان دې د پروپګنډو پروا نه کوي د لانګ مارچ تيارو کښې دې سيوا والي راولي،مولانا فضل الرحمان

د آزادي مارچ د انتظاماتو جائزه اخستو په غرض د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کښې اسلام آباد کښې د جے يو آئي د مشرانو اهمه غونډه شويده

اجلاس کښې آزادي مارچ دهرنې لپاره تر دي دمه شوي انتظاماتو باندې د اطمينان اظهار شويدے او د آئنده لائحه عمل په حواله اهمې فيصلے شويدي۔ دغه رنګ د آزادي مارچ او دهرنې لپاره د اسلام آباد ډي چوک کښې په ممکنه توګه کيدونکي انتظاماتو باندې هم د پارټۍ د مشرانو ترمينځه صلاح مشوري شويدي

اجلاس دوران د حکومت لخوا دهرنه ناکامه کولو کوششونو او د پوليسو لخوا بغير د څه وجې د جے يو آئي کارکنان او د پارټۍ مرکزي او صوبائي مشران د تنګولو د معاملو هم جائزه اخستي شويده

اجلاس ته وينا په وخت د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان واضحه کړه چې آزادي مارچ به په هر حال کښې کولې شي او د پارټۍ په ټولو کارکنانو ئې غږ کړي چې د پرامن مارچ لپاره دې خپلې تياريانو کښې نورې هم سيوا کړي او په 27 اکتوبر دې د اسلام آباد مخه وکړي

د اجلاس نه پس ميډيا سره خبرو په وخت مولانا فضل الرحمان ووئيل چې د آزادي مارچ لپاره د اکتوبر 27 نيټه په دې وجه مقرر کړي شويده چې په دغه ورځ به د کشميري وګړو يوم سياه په حواله د پاکستان اولس دوي سره د يووالي اظهار کوي او د جے يو آئي ټول کارکنان به هم د کشميريانو سره د يووالي اظهار او د بهارتي عاصبانه قبضے خلاف د ملک ټولو لويو واړو ښارونو کښې مظاهرې کوي

د هغه وينا وه چې د جے يو آئي د کارکنانو دغه مظاهرې به وروستو د آزادي مارچ شکل خپل کړي او د ملک د لر او بر نه به قافلے د اسلام اباد په طرف راروانې شي او په 31 اکتوبر به د ټول ملک نه راغلي د جے يو آئي کارکنان په يو ځائې اسلام آباد ته داخليږي او هلته به دهرنا ورکوي

د اسلام آباد هائي کورټ احکاماتو په رڼا کښې جے يو آئي ډي چوک دهرنې لپاره د اسلام آباد انتظاميې نه اجازت اخستو لپاره تحريري درخواست جمع کړيدے

مولانا عبدالغفور حيدري لخوا د اسلام آباد چيف کمشنر په نوم جمع کړي شوي درخواست کښې مطالبه شويده چې د جے يو آئي کارکنانو ته دې ډي چوک کښې د آزادي مارچ اجازت ورکړې شي

درخواست کښې وئيلي شويدي چې آزادي مارچ ويستل د جے يو آئي جمهوري او آئيني حق دے،دغه رنګ درخواست کښې دا مطالبه هم شويده چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کښې کيدونکې دې مارچ کښې به لوئې شمير کښې کسان ګډون کوي نو پکار دي چې اسلام آباد ضلعي انتظاميه دې د مارچ ګډون والو لپاره ډي چوک کښې د سيکيورټۍ انتظامات وکړي

داخله وزير اعجاز شاه يو وارې بيا د مولانا فضل الرحمان په آزادي مارچ نيوکي کړي او وئيلي ئې دي چې اسلام آباد کښې دهرنا به د جے يو آئي خودکشي وي

ميډيا سره خبرو په مهال داخله وزير وئيلي دي چې په 27 اکتوبر بهارت په کشمير قبضه کړي وه آيا مولانا صيب په دې ورځ په اسلام آباد د قبضے لپاره راځي مونږ اميد لرو چې هغه به په خپله فيصله نظرثاني وکړي او د نهرو په صف کښې د اودريدو نه به ډډه وکړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.