وزيراعظم او آرمي چيف چين دوره،کشمير،افغانستان او سيمي په صورتحال ګټه ور ملاقاتونه

د پاکستان د خپلواکۍ د ملاټر عزم،پاک چين تعلقات نور مضبوطولو او مختلفو شعبو کښې تعاون سيوا کولو په معاملو اتفاق

وزيراعظم عمران خان تير13 مياشتو دوران د چين دريمه سرکاري دوره کړے او بيجنګ کښې ئې د چين د واکمنو او سرمايه دارو سره اهم ملاقاتونه کړيدي

وزيراعظم عمران خان تيره ورځ د چين هم منصب لي کي چيانګ سره ملاقات کړي وو او ورسره ئې د دواړو ګاونډي ملکونو په تعلقاتو،سټريټجکي شراکت دارۍ،سي پيک منصوبو لاندې روان ترقياتي کارونو،دوه اړخيزه تجارت او په نورو اهمو معاملو خبرې اتري کړيدي

د بيجنګ په عوامي هال کښې شوي د دواړو مشرانو دې ملاقات کښې لي کي چيانګ د پاکستان د خپلواکۍاو علاقائي سالميت  د ملاټر عزم کړيدے او وئيلي ئې دي چې د عمران خان د چين سفر به د دواړو هيوادونو ترمينځه د ملګرتيا رشته نوره هم مضبوطه کړي

د چين وزيراعظم  خپل پاکستاني هم منصب له باور ورکړو چې هيواد به ئې نه صرف په اقتصادي پرمختګ کښې د پاکستان مرستې جاري وساتي بلکه علاقائي او نړي وال امورو باندې  به د اسلام آباد انتظاميې د موقف ملاټر به هم کوي

ملاقات دوران وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د سي پيک منصوبے په خپل وخت سر ته رسول د حکومت وړومبې ترجيح ده او دا مو خواهش دے چې چين سره تجارت،معيشت او سرمايه کارۍ ته نوره هم وده ورکړو

دواړو مشرانو د کشميراو افغانستان پشمول د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال هم خبرې اترې کړي او د ترهه ګرۍ خلاف جنګ او نشي موادو مخ نيوي کښې شريک کوششونه کولو باندې ئې اتفاق کړے

د ملاقات وروستو دواړو ملکونو ترمينځه د مفاهمت په ياداشتونو لاس ليک شوي ،د ګوادر بندرګاه ترقي او دا سيمه علاقائي مرکز جوړول، چين لخوا ګوادر کښې د اوبو په کمي قابوموندو لپاره پلانټ لګول،تعليم شعبه کښې تعاون سيوا کول ،د معزوره کسانو د ژوند معيار ښه کول او د نشي موادو د خاتمے لپاره د يوبل مرسته کولو په ياداشتونو لاس ليک شويدے

د خپلې چين دورې په آخرنې ورځ وزيراعظم عمران خان د چين د صدر شي جن پنګ سره هم اهم ملاقات کړيدے او ورسره ئې دوه اړخيزه تعلقاتو،سيمې او نړۍ صورتحال او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو خبري اتري کړيدي

شي جن پنګ چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبۍ مکمل کولو په حواله د پاکستاني حکومت هلې ځلې ستائيلي دي او وئيلي ئې دي چې چين به د ترقۍ او معاشي پرمختګ په عمل کښې د پاکستان مدد کوي

د چين صدر د پاکستان د سماجي او اقتصادي ترقۍ لپاره د عمران خان حکومتي ايجنډې تعريف کړي او وئيلي ئې دي چې پاکستان د سيمې نه د ترهه ګرۍ د ناسور د ختمولو لپاره ګټه ور اقدامات پورته کړيدي

شي جن پنګ وزيراعظم عمران خان سره خبرو په مهال ووئيل  چې د دواړو ملکونو ترمينځه د مودو راهسې قائم  د ورورولۍ او ملګرتيا دا تعلق به راتلونکي وخت کښې نور هم مضبوط شي

وزيراعظم عمران خان د مقبوضه  کشمير د موجوده صورتحال نه د چين صدر خبر کړي او وئيلي ئې دي چې قابض بهارتي انتظاميې تير دوه مياشتو راهسې د لکهونو کشميري وګړي خپلو کورونو کښې مخصور کړيدي او ټوله وادۍ کښې د بشري حقونو پامالي روانه ده

ملاقات په مهال دواړو مشرانو په خصوصي توګه د افغانستان په صورتحال او سولې عمل په حواله هم د نظرونو تبادله وکړه  او دواړو په دې اتفاق کړي چې د سيمې امن او استحکام لپاره  پرامن افغانستان ډير ضروري دے

وزيراعظم عمران خان د پاکستان معاشي استحکام لپاره د چين کردار وستائيلو او وئي وئيل چې چين اهم قامي هدفونو د تحفظ لپاره هميشه پاکستان سره اوګه په اوګه ولاړ دے د کوم چې ټول پاکستاني اولس او حکومت د چين د واکمنو شکر ګزار دے

عمران خان زياته کړه چې د صدر شي جن پنګ يوه سيمه يو سړک انقلابي پروګرام  سره به نه صرف د پاکستان معاشي حالت بدل شي بلکې علاقائي رابطے او د سيمې څوکالۍ کښې به هم دا پروګرام لوئې کردار ادا کړي۔وزيراعظم د کشمير په مسئله د پاکستان د اصولي موقف ملاټر کولو باندې د چين د حکومت مننه وکړه

د دې ملاقات نه پس د دواړو ملکونو ترمينځه د وفدونو په سطح مذاکرات هم شويدي چې پکښې دوه اړخيزه تعلقات،شريکې دلچسې په معاملو او سيمي په صورتحال د خيالاتو بدلون شويدي

دغه رنګ آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه هم د چين پوځي مشرانو سره ګټه ور ملاقاتونه کړي او ورسره ئې سيمه ايز،کشمير او افغانستان په موجوده صورتحال خبرې اترې کړيدي

آرمي چيف د پيپلزلبريشن آرمي هيډ کوارټر دوري کړي او هلته ئې کمانډر پي ايل اے او د چين سينټرل ملټري کميشن د چيئرمين سره ملاقاتونه کړي وو

آئي ايس پي آر بيان ترمخه دې ملاقاتونو کښې پاک چين دفاعي تعاون سيوا کولو باندې اتفاق شوے

د چين او پاکستاني پوځي حکام د افغانستان په صورتحال او سولې عمل لپاره روان کوششونو په بابله هم خبرې اتري کړيدي

ملاقاتونو په وخت آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه ووئيل چې پاکستان سيمه کښې امن غواړي ولې د ملک په خپلواکۍ او وقار به هيڅ قسمه سمجهوته ونه کړو

د سيمې موجوده صورتحال  په تناظر کښې د وزيراعظم عمران خان او د پاک پوځ د سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه د چين دوره خصوصي اهميت لري چې پکښې دواړو ملکونود دې منطقے امن او استحکام او د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ کښې شريک کوششونو کولو عزم کړېدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.