د جے يو آئي(ف) دهرنا د اسلام آباد انتظاميې اجازت سره مشروط

احتجاج په نوم اولس مشکلاتو کښې اچول نه دي پکار،اسلام آباد هائي کورټ

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس اطهرمن الله د جمعيت علمائے اسلام(ف) آزادي مارچ خلاف دائر شوي درخواست سماعت کړيدے

هائي کورټ کښې دا درخواست حافظ احتشام نومي تن لخوا جمع کړي شوي وو چې پکښې خواست شوي وو چې عدالت دې سرښار اسلام آباد کښې جے يو آئي د دهرنې ورکولو نه منع کړي

درخواست کښې وئيلي شوي وو چې اسلام آباد هائي کورټ د سياسي احتجاجونو او دهرنو لپاره ډيموکريسي پارک مختص کړيدے ولې مولانا فضل الرحمان د لانګ مارچ منصوبه لري چې ورسره د اسلام آباد د اوسيدونکو د  ژوند معمولات متاثره کيدې شي

حافظ احتشام د تحريک لبيک لخوا فيض آباد کښې ورکړي شوي دهرنې خلاف د سپريم کورټ د فيصلے حواله هم ورکړيده او وئيلي ئې دي چې اسلام آباد دهرنې لپاره جے يو آئي د انتظاميې نه اجازت هم نه دي اخستے

د کيس سماعت په وخت درخواست ګزار حافظ احتشام عدالت ته ووئيل چې مولانا فضل الرحمان دهرنې لپاره د تحفظ ختم نبوت او ناموس رسالت نوم استعمالوي او دې نه مخکښې خادم حسين رضوي هم  دا قسمه مذهب کارډ استعمال کړي وو

د درخواست ګزار دلائلو په جواب کښې چيف جسټس اطهرمن الله ووئيل چې احتجاج کول خو د هر چا بنيادي حق دے ولې د دې لوجې نور عوام په مشکل او تکليف کښې اچول نه دي پکار

چيف جسټس دا هم وئيلي دي چې دهرنه ورکولو لپاره به جے يو آئي له د اسلام آباد ضلعي انتظاميې نه اجازت اخستل وي او بغير د اجازت نه دوي هيڅ قسمه احتجاج يا دهرنه نه شي کولے

جسټس اطهرمن الله په ريمارکس کښې زياته کړيده چې کال 2014 کښې  د پي ټي آئي دهرنې په وخت هم دې عدالت د اسلام آباد ډپټي کمشنر د دې پابند کړي وو چې بغير د ضلعي انتظاميې اجازت چا ته د دهرنې اجازت نشته

دغه رنګ د هائي کورټ چيف جسټس اسلام آباد انتظاميې لپاره خصوصي حکم جاري کړي چې پکښې وئيلي شويدي چې دهرنې ريګوليټ کول د ډسټرکټ مجسټريټ ذمه وارۍ کښې راځي که چرې جے يو آئي په خپل مقرر کړي شوي نيټه اسلام آباد کښې د احتجاج لپاره راجمع کيږي نو بايد چې اسلام آباد انتظاميه دې د امن و امان صورتحال هم په قابو کښې وساتي

د جمعيت علمائے اسلام  مشر مولانا فضل الرحمان د روانې مياشتې په دريمه نيټه اسلام آباد کښې پريس کانفرنس دوران اعلان کړي وو چې ټول سياسي ګوندونو د پنځويشتم جولائۍ اليکشن مسترد کړے او ملک کښې نوي انتخاباتو مطالبه لري هم دې سلسله کښې د ټول ملک نه د جے يو آئي قافلے به په  25 اکتوبر د اسلام آباد ډي چوک کښې راجمع کيږي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.