جے يو آئي آزادي مارچ ناکامې لپاره حکومتي تګ لاره تيار

وزيراعلي محمود خان د جے يو آئي مشر پسې ملنډي کوي

اسلام آباد کښې د جمعيت علمائے اسلام(ف) ډلې لخوا آزادي مارچ اعلان چې څومره رالنډيږي نو دغه رنګ دې احتجاج خلاف د وفاقي وزيرانو بيانونو کښې ورځ تر ورځه سيوا والي هم روان دے

د مولانا صيب په لاريون داخله وزير اعجاز شاه هم خپله خله سپړدلي ده، اسلام آباد کښې ئې ميډيا سره خبرو په وخت وئيلي دي چې مولانا صيب اسلام آباد ته نه راځي ځکه چې بليو ايريا کښې دفعه 144 نافذ ده

د هغه وينا وه چې موجوده وخت او حالات د دهرنو او احتجاجونه لپاره موزو نه دي چې عمران خان څه وخت اسلام آباد کښې دهرنا ورکوله نو هغه وخت حالات بل شان وو

داخله وزير دا هم وئيلي دي چې اسلام آباد ته راتلونکي خلق د ملک خلاف راجمع کيدونکي دي ولې د چا په وينا او يا د چا په خوښه د اولس د ووټ د لارې منتخب شوي حکومت نه شي ختميدے او تحريک انصاف حکومت به تر هغې قائم وي تر څو چې په دې حکومت د اولس اعتماد بحال وي

د هغه وينا وه چې د اپوزيشن کار صرف او صرف په حکومت تنقيدونه کول دي که چرې حکومت صحيح کار هم وکړي نو دوي ورته غلط وائي خو چې ترڅو عوام وائي چې موجوده حکومت ښه دے نو قائم به وي

داخله وزير زياته کړه چې ناموس رسالت په حواله د وزيراعظم  پاليسي او دريز واضحه دے په دې حواله مارچ کولو هيڅ جواز نه جوړيږي د ملک خلاف اولس راپارولو نه ډډه پکار ده الله تعالې دې مولانا صيب ته هم هدايت نصيب کړي

د مدرسو اصلاحاتو په حواله د يوې پوښتنې جواب کښې داخله وزير اعجاز شاه ووئيل چې حکومت خو نه د مدرسو رجسټريشن منسوخ کړے او نه ئې ورله نصاب بدل کړېدے بلکه حکومت خو غواړي چې مدرسو کښې طالب علمانو ته داسې نصاب وښودلي شي چې دوي نه هم ډاکټران يا انجنيران جوړ شي

بلخوا د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان هم اسلام آباد په طرف د جے يو آئي د مارچ په حواله سخت ردعمل ښودلي دے او پيښور کښې يوې دستورې په مهال ئې وئيلي دي چې دا احتجاج بے ځايه دے صوبائي حکومت به اسلام آباد ته به د جے يو آئي د تګ مخه نيسي

وزيراعلي وينا ترمخه تحريک انصاف خو د څلورو حلقو د کهلاؤلو لپاره دهرنا ورکړي وه او اسلام آباد لاک ډاؤن ئې د پانامه مقدمې په حواله کړي وو خو داسې ښکاري چې مولانا صيب دا احتجاج د اسلام آباد لپاره کوي

وزيراعلي محمود خان د جے يو آئي مشر پسې ملنډي کړي او وئيلي ئې دي چې مولانا صيب وزګار دے که هغه وغواړي نو حکومت ورله نوکري ورکولي شي او که خامخا ئې دا اسلام آباد دومره خوښ دے نو حکومت د  ډي آئي خان نوم اسلام آباد کيښودو ته هم تيار دے

دغه رنګ اسلام آباد هائي کورټ کښې د جے يو آئي آزادي مارچ او احتجاجي دهرنې خلاف دائر شوي درخواست د سماعت لپاره مقرر شويدے او چيف جسټس اطهرمن الله به صبا د دې درخواست سماعت کوي

درخواست کښې موقف خپل شوي وو چې اسلام آباد هائي کورټ د دهرني او احتجاجونو لپاره ځائې مختص کړېدے بايد چې جے يو آئي دے د دهرنې او احتجاج نه منع کړي شي۔ درخواست کښې مولانا فضل الرحمان،د اسلام آباد ډپټي کمشنر،د پيمرا چيئرمين،سيکرټري داخله او سيکرټري تعليم فريق جوړ کړي شويدي

ياده دي وي چې مولانا فضل الرحمان د روانې مياشتې په 27 نيټه اسلام آباد په طرف د لانګ مارچ او سرښار کښې د حکومت خلاف دهرنا ورکولو اعلان کړېدے چې لپاره ئې ټولې تيارې مکمل دي۔ مولانا صيب بيان ترمخه دهرنا به هله ختموي چې ترڅو د عمران خان حکومت ختم شوي او ملک کښې بيا د سره نوي ټاکنو اعلان نه وي شوے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.