تخت کابل په حواله د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله خوبونه

اشرف غني وائي چې راتلونکي 5 کالو لپاره بيا اولسمشر يم،ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل حکومت جوړولو دعويدار دے

افغانستان کښې د تيرې مياشتې په اتويشتمه نيټه شوي صدارتي ټاکنو ابتدائي نتائجو اعلان هم لا شوي نه دے ولې دواړه واکمن ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د تحت کابل د حکمرانۍ دعوي کړيدي

د دې ټاکنو په دوئمه ورځ د اشرف غني اول نائب صدرامرالله صالح دعوي کړي وه چې دا ټاکنې د دوي ټيم ګټلي دي او راتلونکي حکومت بيا د اشرف غني دے

دغه رنګ د امرالله صالح د دعوې نه پس چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله کابل کښې د پريس کانفرنس دوران  دعوي وکړه چې دا ټاکنې هغه ګټلي دي بس د نتائجو په انتظار يو

د دواړو سياسي حريفانو لخوا د ګټې بائيلات دعوؤ په جواب کښې د ټاکنو خپلواکه کميشن ترجمان پريس کانفرنس کړي او وئيلي ئې دي چې د صدارتي نتائجو د اعلان حق صرف اليکشن کميشن سره دے او په ټولو اميدوارانو ئې زور راوړې وو چې د وخت نه مخکښې دې اولس نه ګمراه کوي

 

اوس افغان اولسمشر اشرف غني هم د دې ټاکنو د ګټې دعوي کړېده، د جرمني يوې خبرې ادارې سره مرکه کښې اشرف غني وئيلي دي چې داسې نښې نښانې شته چې هغه به راتلونکي پنځه کالو لپاره هم د ملک صدر پاتي شي

د هغه وينا وه چې د ټاکنورسمي نتائجو ته مو سترګي دي ولې انتخابي ګوند ئې هيله من دے چې دې ټاکنو کښې به  هغه برې بيا ومومي

ډاکټر اشرف غني دا هم وئيلي دي که چرې هغه په ټاکنو کښې بريالې نه شو نو بيا به په يوه يونيورسټۍ کښې استازي شورو کړي کومه چې مې زړه دنده هم ده

يوې پوښتنې په جواب کښې اولسمشر ووئيل چې د تير انتخاباتو په رنګ به دا ځل انتشار نه وي او نه به  د اقتدار د تقسيم متعلق څه قسمه لانجه وي ځکه چې افغانستان داسې حکومت ته ضرورت لري چې پکښې د افغانانو ټول مسائل حل شي او هيواد کښې تل پاتې سوله هم راشي

بلخوا د اشرف غني سياسي حريف ډاکټر عبدالله عبدالله يو وارې بيا په دې ټاکنو کښې د خپلې کاميابۍ دعوي کړيده

په ټوئټر جاري کړي شوي بيان کښې ډاکټر عبدالله عبدالله وئيلي دي چې دا ځل به ټاکنې دوئمه مرحلې ته نه ځي او د خپل پارټۍ کارکنانو او اتحاديانو ته ئې باور ورکړېدے چې دا ځل به په دهوکه او ټګۍ د انتخاباتو د نتائجو تعين نه کيږي

بيان کښې ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړيده چې داسې يو حکومت به جوړ وي چې پکښې به ټولو ته نمائندګي ترلاسه وي ځکه چې يو مشترکه حکومت  د افغانستان سولې په حواله د اولس ارمانونه پورا کولے شي

دواړو اميدوارانو لخوا د خپلوخپلو ګټو اعلانونو يو وارې بيا د افغانستان سياسي  ماحول ګرم کړے او د خپلو خپلو ګوندونو د کارکنانو جذبات ئې راپارولي دي

امکان دې راتلونکې هفته کښې به د ټاکنو خپلواکه کميشن له طرفه د صدارتي ټاکنو د ابتدائي نتائجو اعلان وشي ولې دې ټاکنو کښې د معمول نه کم ټرن آوټ  اشاره ورکوي چې هيڅ يو اميدوار به هم  دې ټاکنو کښې پنځوس فيصد نه سيوا ووټونه وانخلي او دا ټاکنې به دوئمې مرحلې ته وغزيږي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.