جلال آباد ښار کښې بمې چاودنه،لس کسان په حق رسيدلي،28 ژوبل

چاودنه ټريننګ لپاره تلونکي د ملي اردو اهلکارو په ګاډي شويده، پيښه کښې يو ماشوم هم په حق رسيدلي دے

د ننګرهار د ګورنر ترجمان عطاالله خوګياني خبري ادارو ته وئيلي دي چې جلال آباد ښار کښې د سپينې ماڼې هوټل مخې ته د ملي اردو اهلکارو په ګاډي بمي چاودنه شويده

د هغه وينا وه چې افغان پوځ کښې نوي شامل شوي ځوانان د ټريننګ لپاره کابل ښار ته منتقل ته کيدل چې د دوي په بس بمي چاودنه وشوه

د چاودنې په نتيجه کښې لس کسان په حق رسيدلي او 28 نور ژوبل شويدي، په حق رسيدلي کسانو کښې يو ماشوم هم شامل دے

د ګورنر ترجمان زياته کړه چې چاودنه مواد په سړک باندې ولاړه رکشه کښې ايښودي شوي وو او چې څه وخت د ملي اردو اهلکارو ګاډې دغه ځائې څخه تيريدو نو چاودنه شويده

د چاودنې لوجې دغه بس په مکمله توګه تباه شوي او خواؤ شا نورو ګاډو او ودانو ته هم زيان اوړيدلي دے

د پيښې ژوبل کسان په فوري توګه جلال آباد هسپتال ته رسولي شويدي چې پکښې د بعضو حالت مرګوني ښودلي کيږي

عطاالله خوګياني بيان ترمخه سيکيورټي فورسز د چاودنې وروستو سرچ آپريشن دوران ځائې په ځائې ښخ کړي شوي څلور مائينونه هم ناکاره کړيدي

دا چاودنه په داسې حال شوي چې نن په افغانستان د امريکې او اتحادي پوځيانو د حملو 18 کاله پورا شول،دۍ دا اتلس کلن جهګړه د ترهه ګرو او امريکې په سرپرستۍ کښې د اتحادي پوځيانو ترمينځه جاري ده ولې دې کښې د ټولو نه زيات زيان بے ګناه افغان اولس او په خصوصي توګه زنانو او ماشومانو ته اوړيدلے دے

د متحده قامونو د رپورټونو ترمخه افغانستان کښې روانې بدامنۍ لوجې هر کال په سوؤنو بے ګناه ملکي وګړي وژل کيږي چې پکښې زياتره د طالبانو او داعش بريدونو په نتيجه کښې د خپل ژوند څخه لاس په سر شي او په زرګاؤ شمير کښې تر ټول عمر معزوره او د نورو خلقو د مختاجې شي

د پيښور نه 114 کلوميټر فاصله کښې پروت جلال آباد ښار چې د افغانستان د ننګرهار ولايت سرښار هم دے د هيواد د نورو سيمو په رنګ زيات د بدامنۍ ښکار دے او وخت په وخت بمې چاودنه کيدل يو معمول جوړ شويدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.