وزيراعظم عمران خان اسلام آباد کښې د لنګر خانې پرانسته کړي

اولس دې بے صبره کيږي نه نوې پاکستان به ډير زر جوړ شي،وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان اسلام آباد کښې احساس سيلاني لنګر سکيم پرانسته کړي

دې لنګر خانو کښې به غريب او بے وسه کسانو ته ويړيا خوراک ورکولي شي

د لنګر خانې افتتاح په موقع دستورې ته وينا په وخت د وزيراعظم خصوصي معاونې ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل چې دې لنګر خانه کښې به روزانه شپږ سوه ضرورت من کسانو ته مفت خوراک ورکولې شي

د هغې وينا وه چې د ټول ملک په مختلفو ښارونو کښې به داسې 112  لنګر خانې جوړولي شي

دستورې ته وينا په وخت وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې احساس پروګرام ملک نه غربت ختمولو په حواله د ټولو لوئې پروګرام دے

د هغه وينا وه چې د ملک موجوده نظام کښې مالدار نور هم مالداره کيږي ولې غريب ورځ تر ورځه نور هم بے وسه کيږي او هم دغه وجه ده چې زمونږ دا معاشره بے برکته شويده

وزيراعظم زياته کړه چې نوې پاکستان به يو فلاحي رياست وي ولې د پاکستان خلق ډير بے صبره دي د تحريک انصاف د حکومت خو صرف ديارلس مياشتې وشوے او خلق چغے وهي چې نوي  پاکستان خو چرته په نظر نه راځي د مدينے رياست جوړيدو باندې به خو وخت خامخا لګي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.