سپريم کورټ قاسم سوري د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر په عهده بحال کړو

د اپيل فيصله راتلو پورې به قاسم سوري په خپله عهده برقرار وي،سپريم کورټ فيصله

سپريم کورټ د بلوچستان اليکشن ټريبونل لخوا اين اے 265 حلقه باندې د قاسم سوري کاميابي کالعدم ګرځولو فيصلې خلاف  د اپيل سماعت کړېدے

د دې اپيل سماعت د عدالت درې کسيزه بنچ کړي چې مشري ئې جسټس عمر عطا بنديال کوله

د کيس سماعت په وخت د قاسم سوري وکيل بيرسټرنعيم بخاري عدالت ته وئيلي وو  چې د هغه موکل په دې حلقه شوي عام انتخاباتو کښې 25973  ووټونه اخستي وو او مخالف حريف له ئې پنځه زرو نه سيوا ووټونو سره ماتي ورکړي وه ولې نادرا لخوا د دې حلقے  52000 ووټونه مسترد کولو ذمه وار خو قاسم سوري نه دے

نعيم بخاري عدالت نه مطالبه کړي چې د هغه د موکل کاميابي کالعدم ګرځولو په حواله دې ستر عدالت د بلوچستان اليکشن ټريبونل فيصله مسترد کړي

د نعيم بخاري دلائل وروستو عدالت خپله فيصله کښې د قاسم سوري اپيل د سماعت لپاره منطور کړو او په دې اپيل د بنچ فيصله راتلو پورې ئې د اليکشن ټريبونل فيصله معطل کړه

دغه رنګ عدالت اليکشن کميشن باندې هم غږ کړے چې د اپيل فيصله راتلو پورې به قاسم سوري په خپله عهده بحال وي او اين اے 265  باندې دې نوي انتخابي شيډول نه جاري کوي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.