افغان جنګ نولسم کال: امريکه په زور خپله ايجنډا نه شي مسلط کولے; طالبانو ترجمان

امريکه دې په نړۍ کښې ځان نور نه شرموي،د طاقت د استعمال د لارې افغان کشاله حل کيدې نه شي،زبيح الله مجاهد

په افغانستان د امريکې اتلس کاله پورا کيدو په مناسبت د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد لخوا اعلاميه جاري شويده چې پکښې طالبانو لخوا دا جنګ جاري ساتلو د عزم اظهار شويدے

اعلاميه کښې وئيلي شوي چې نائن اليون واقعاتو سره د افغانستان هيڅ تعلق نه وو او نه په امريکې د ترهه ګرۍ حملو لپاره د افغانستان خاوره استعمال شوي وه

اعلاميې ترمخه  نائن اليون پيښو په بهانه افغانستان باندې يرغل کول امريکې ته ډير ګران پريوتے دي او دا جنګ د دوي لپاره لوئې ناسور جوړ شوېدے

اعلاميه کښې دا هم وئيلي شويدي چې امريکې د طاقت د استعمال په زور ګڼ شمير افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله ولې اتلس کاله تيريدو باوجود ئې هم په افغانانو خپله ايجنډا مسلط نه کړې شوه

اعلاميه کښې زياته کړي شوي چې طالبان د امريکې اشغال په مقابله کښې د فولادي غر په شان ولاړ دي او د دښمن هر رنګ حربې او نظامي هلې ځلې ئې ناکامه کړېدي

اعلاميه کښې په امريکې غږ شوي چې دې جنګ کښې د امريکې لسګونو پوځيان ووژلې شول او ميلنونو ډالرو نقصان ئې هم وشو اوس هم ورسره موقع شته چې نور د طاقت استعمال په ځائې دې د افغانستان د مسئلې حل لپاره  په واقعي توګه اقدامات پورته کړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.