اسلام آباد مذاکرات هرکلې کونکې افغان خارجه وزارت ترجمان د خپلې عهدې نه لر کړي شو

صبعت الله احمدي پاکستان ته د طالبانو د وفد سفر او هلته شوي مذاکراتو هرکلي کړي وو

د اولسمشر ترجمان صديق صديقي په ټوئټر ورکړې شوي بيان کښې وئيلي دي چې اولسمشر اشرف غني د يو حکم لاندې د خارجه وزارت وياند صبعت الله احمدي د خپلې عهدې نه لرې کړېدے

بيان ترمخه صبعت الله احمدي د غيرذمه دارانه او نامسؤله بيان جاري کولو لوجې د خپلې عهدې نه لړ کړے شو

بيان کښې زياته کړي شويده چې ميرويس ناب د خارجه وزارت د اقتصادي همکاريو نائب وزير او د خارجه محکمې قائم مقام ترجمان مقرر کړي شويدے

صبعت الله احمدي تيره ورځ د افغانستان يوې خبرې ادارے سره مرکې په وخت پاکستان ته د طالبانو د وفد د دورې هرکلي کړي وو

د هغه وينا وه چې پاکستان يو وارې بيا د افغانستان سولې عمل په برخه کښې خپل کوششونه شورو کړيدي او هم دې لپاره ئې د طالبانو مشران اسلام آباد ته په رسمي بلنه رابللي دي

صبعت الله احمدي د پاکستان نه مطالبه کړي وه چې داځل دې د سولې په عمل کښې حقيقي او ګټه ور مرستي وکړي

د دې مرکې نه وروستو د اولسمشر د ترجمان صديق صديقي لخوا بيان جاري شوي وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې د افغان سولې عمل په حواله د خارجه دفتر ترجمان بيان د افغان دولت رسمي دريز نه دے بلکه دا د صبعت الله احمدي شخصي نظر دے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.