افغان سولي عمل کښې اهم پرمختګ،باګرام جيل نه 11 طالبان خوشي کړي شويدي

د اهم کمانډرانو د رهائۍ مطالبه طالبانو دوحه مذاکراتو دوران کړي وه،اسلام آباد کښې امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکراتو کښې هم په دې موضوع بحث شوي وو،ذرائع

د افغانستان يوې خبرې ادارے رپورټ ترمخه د باګرام جيل نه د طالبانو 11 اهم غړي خوشي کړي شويدي کوم چې د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو بحالۍ لپاره يو مثبت پيغام ثابتيدي شي

رپورټ کښې وئيلي شويدي چې د جيل نه رها کړي شوي طالب کمانډرانو کښې د کونړ لپاره د طالبانو پخوانې والي شيخ عبدالرحيم او د نيمروز والي مولوي عبدالرشيد شامل دي

رپورټ کښې زياته کړي شويده چې باګرام جيل نه د طالب کمانډرانو رهائۍ معامله دوحه مذاکراتو دوران طالبانو لخوا پورته کړي شوي وه او  زلمې خليل زاد د طالبانو مذاکراتي ټيم له په دې حواله باور هم ورکړي وو

بلخوا ځينې سرچيني وائي چې  دا طالب کمانډران د دريو بهارتي انجنيرانو د رهائۍ په بدل کښې خوشي کړي شويدي کوم چې تير کال د مئې په دريمه نيټه د افغانستان بغلان ولايت نه اغوا کړي شوي وو

سرچينې زياتوي چې باګرام جيل نه د طالبانو رهائي اسلام آباد کښې د زلمې خليل زاد او ملا عبدالغني برادر ترمينځه شوي مذاکراتو  په نتيجه کښې عملي شويده

دې سلسله کښې تيره ورځ د افغانستان داخله وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان ميډيا سره خبرو په مهال وئيلي وو چې اسلام آباد کښې د طالبانو او امريکې ترمينځه خبرې د افغانستان سولې عمل سره هيڅ تعلق نه لري بلکه امريکه او طالبان د خپلو قيديانو د تبادلو په موضوعاتو خبرې کړيدي

ادريس زمان دا هم وئيلي وو چې اسلام آباد مذاکرات په اصل کښې د دوه امريکني پروفيسرانو د رهائۍ لپاره شويدي او دواړو فريقينو ترمينځه خبرې د پاکستان په وسيله کيږي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.