پاکستان لخوا د طالبانو وفد سرکاري هرکلې د ډپلوميټک اصولو خلاف وزري ده،افغان دولت

اسلام آباد ته د طالبانو دوره سولې عمل کښې هيڅ قسمه مرسته نه شي کولے،صديق صديقي

افغان دولت يو وارې بيا د طالبانو د وفد پاکستان دوره باندې سخت غبرګون ښودلي دے۔ کابل کښې پريس کانفرنس دوران د اولسمشر ترجمان صديق صديقي د پاکستاني واکمنو لخوا د طالبانو ميلمستيا کول او د دوي تود هرکلې کولو باندې نيوکي کړېدے

د هغه وينا وه چې  پاکستان کښې د طالبانو وفد ته سرکاري پروټوکول ورکول او د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قريشي لخوا د دوي هرکلې کولو باندې انديښمن يو

صديق صديقي وينا ترمخه طالب يوه ترهه ګر ډله ده او پاکستاني واکمنو لخوا د دوي دا قسمه هرکلې د هيوادونو ترمينځه ډيپلوميټکي اصولو ښکاره خلاف ورزي ده

يوې پوښتنې په جواب کښې د اولسمشر ترجمان ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د افغان اولسمشر اشرف غني له باور ورکړي وو چې سيمه کښې امن بحالۍ لپاره به پاکستان کوشش کوي ولې تر دې دمه پاکستاني واکمنو څه قسمه اقدامات نه دي پورته کړے

صديق صديقي تور لګولے دے چې د افغان دولت بار بار مطالبو باوجود پاکستان په خپله خاوره د ترهه ګرو او طالبانو محفوظ ټهکانې ختمولو کښې مخلصه نه دے او ډير په خواشينې سره وائيو چې د طالب جنګيالو د پناه ځايونه او مدرسے اوس هم په پاکستان کښې فعال دي

صدارتي ترجمان زياته کړه چې تر څو د افغان حکومت مشرۍ لاندې د سولې خبرې نه وي شورو شوے د طالبانو دا قسمه سفرونه هيڅ فائده نه لري

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.