وزيراعظم،خارجه وزير او آرمي چيف سره د طالبانو وفد ملاقات،سولې مذاکرات جاري ساتلو باور

د افغان مسئلې حل د افغانانو د مرضۍ او د دوي رهبرۍ لاندې راويستل پکار دي،وزيراعظم عمران خان

د پاکستان په دوره راغلے افغان طالبانو  وفد د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کړېدے،ملاقات دوران د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه،د آئي ايس آئي مشر ليفټنټ جنرل فيض حميد او ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور هم موجود وو

ملاقات دوران د افغانستان موجوده صورتحال،افغان سولې عمل لپاره د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات ځنډيدو عوامل او د دې وروستو پيدا شوي صورتحال باندې خبرې اترې شويدي

دغه رنګ ملاقات دوران امريکې او طالبانو ترمينځه د خبرو اترو نيمګړې پاتې شوي سلسله سر ته رسولو په معامله هم د خيالاتو بدلون شويدے

د ملاقات په وخت وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاکستان د افغانستان د مسئلې حل د مذاکراتو او خبرو اترو د لارې لټولو باندې باور لري

وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې د افغانستان تل پاتې امن او استحکام لپاره خپل کردار جاري ساتي

 

عمران خان زياته کړه چې د افغانستان د موجوده کشالۍ حل د افغانانو سرپرستۍ لاندې او د دوي د خواهشاتو مطابق راويستل پکار دي

سرچيني وائي چې ملاقات په وخت پاکستاني واکمنو په طالبانو زور راوړېدے چې د افغانستان امن په خاطر دې امريکې سره مذاکراتو دوران بيدا شوي بے باوري ختم کړي او يو وارې بيا دې د مذاکراتو سلسله شورو کړي

سرچينې زياتوي چې د طالبانو وفد  وزيراعظم عمران خان له باور ورکړي چې سولې مذاکرات به جاري وساتي

تجزيه کار او بهرملکي ميډيا وزيراعظم هاؤس اسلام آباد کښې شوي د پاکستاني واکمنو او افغان طالبانو ترمينځه دې ملاقات ته خصوصي اهميت ورکوي او دا ناسته افغانستان کښې امن قيام لپاره مثبت او ښه ګام بلي

دې نه مخکښې د طالبانو وفد د خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات کړي وو ،د دې ملاقات اصل موضوع هم افغان مفاهمتي عمل لپاره روان کوششونه او دې کښې پيدا شوي خنډان ختمولو په معامله يو بل سره نظرونه شريک کول وو

خارجه دفتر لخوا د دې ملاقات اعلاميه جاري کړي شويده چې پکښې وئيلي شويدي چې دا مذاکرات ډير ښه ماحول کښې شوي او دواړو فريقينو د افغان سولې عمل زر تر زره بحالۍ باندې اتفاق کړېدے

اعلاميه کښې دا هم وئيلي شويدي چې پاکستان د افغان سولې عمل بيا بحالولو لپاره هر ممکن اقدام پورته کولو باور ورکړېدے

اعلاميې ترمخه د خبرو اترو په مهال په دې هم اتفاق شوي چې ښه ماحول کښې مذاکراتو لپاره د تشدد سلسله ختمول پکار دي

اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې د طالبانو وفد د سولې عمل لپاره د پاکستان د سهولت کارۍ کردار ستائينه کړيده

د افغان طالبانو وفد د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ کښې د شورو په ورځ اسلام آباد ته راغلے دے،دا وفد په دولس کسانو مشتمل دے چې پکښې ملا فاضل اخوند،شهاب الدين دلاور،مطيع الحق خالص،سيدرسول حليم،عبدالسلام حنيفي،خيرالله خيرخواه،امير خان متقي،ضياالرحمان مدني،محمد نبي عمري او عبدالحق شامل دي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.