افغان دولت نہ بغير سولې خبرې نه شي کاميابيدے: افغان صدارتي ترجمان

صدارتي ترجمان بيان داسې وخت چې طالبانو او امريکې وفد پاکستان په دوره دے

په ټوئټر باندې ورکړي شوي خپل بيان کښې د اولسمشر اشرف غني ترجمان صديق صديقي وئيلي دي چې سولہ د افغان دولت او وړومبې ترجيح او د افغانانو مطالبه ده۔

د هغه وينا وه چې هغه سوله د افغانستان پائيدار امن د بحالۍ سبب جوړيدې شي کومه چې  د افغان دولت مشرۍ او ملکيت لاندې وشي۔

بيان کښې زياته کړي شويده چې د سولې پراسيس کښې د کابل انتظاميې عدم شرکت دا عمل چرې هم نه شي کاميابولے

د افغان صدارتي ترجمان بيان په داسې وخت راغلے چې د طالبانو او امريکې اعلي پائې وفد د پاکستان په دوره دے

دې نه مخکښې د جون مياشتې په دويشتمه نيټې چې د افغانستان مختلف سياسي او پخواني جهادي مشران مفاهمتي عمل سلسله کښې لاهور کښې راجمع شوي وو  نو په هغه موقع هم افغان دولت دا قسمه بيان جاري کړي وو او پاکستان ته د سياسي مشرانو تګ باندې ئې سختې نيوکي کړي وے

بلحوا افغانستان السمشریز انتخاباتو وړومبے مرحلہ ترسرہ شوی دہ۔ پہ انتخاباتو کہ د اولس لخوا کم رائے اچولی شوی دی۔ او زیاترہ تجزیہ کاران وائی چہ ا ووتونو اچولو عمل د مطلب دے چہ اولس پہ اشرف غنی او ڈاکٹر عبداللہ اعتماد نہ کوی۔ او دوی ردہ وی۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.