ډاکټرعبدالله افغان صدارتي ټاکنو ګټلو دعوہ

راتلونکې حکومت زمونږ دے، بائيوميټرک نه بغير پول شوي ووټونه جعلي دي مونږ ئې نه منو

کابل کښې پريس کانفرنس په مهال ډاکټر عبدالله عبدالله وئيلي دي چې دا ټاکنې به دوئمې مرحله ته نه ځي او دا چې د مختلفو ولايتونو نه ترلاسه شوي ابتدائي نتيجو ترمخه د هغه ټيم دا اليکشن ګټلے دے

د هغه وينا وه چې بعضې سيمو کښې دولتي چارواکو په انتخابي عمل کښې مداخلت کړي دے د کومو خلاف به چې قانوني کارروائي کيږي

ډاکټر عبدالله عبدالله دا وضاحت نه دي کړے چې د هغه ټيم څومره ووټونه اخستي دي او د خپل حريف اشرف غني په مقابله کښې په څو ووټونو سره مخکښې دے خو ښه باور سره ئې دا خبره وکړه چې راتلونکې حکومت به هغه جوړ وي

هغه زياته کړه چې کال 2014 کښې شوې اليکشن هم  د هغه ټيم ګټلے وو ولې د قامي مفاد او فائدے په خاطر هغه ډاکټر اشرف غني سره مخلوط حکومت جوړ کړو

ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواکه کميشن او د شکايتونو کميشن باندې غږ وکړو چې د بائيو ميټرک نه بغير پول شوي ووټونه باطل ګرځولو په حواله دې خپل لوظونه پورا کړي او دا چې هغه ته د بائيوميټرک سسټم بغير پول شوي يو ووټ هم د قبولولو نه دے

تيره ورځ د اشرف غني وړومبي نائب صدر امرالله صالح ميډيا سره خبرو په مهال دعوي کړي وه چې دې ټاکنو کښې د دوي ټيم اويا فيصده سيوا ووټونو سره د نورو اميدوارانو نه مخکښې دے

د ډاکټر عبدالله عبدالله پريس کانفرنس په رد عمل کښې د افغانستان د اليکشن کميشن سيکټريټ مشر حبيب الرحمان ننګ وئيلي دي چې هيڅ يو اميدوار دا حق نه لري چې د اليکشن کميشن د حتمي نتائج جاري کيدو نه مخکښې د خپل بريالتوب اعلان وکړي

د هغه وينا وه چې د زياتره پولنګ سټيشنو د ووټونو شميرې عمل مکمل شويدے او دا چې دې ټاکنو کښې د درغلۍ شکايتونو ډير کم رجسټرډ شويدي

ياده دي وي چې د خالي په ورځ شوي دې صدارتي ټاکنو کښې د ووټونو اچولو شرح ډيره کمه په نظر راغلے او 9600000 لاکه رجسټرډ ووټرانو کښې د 20 لاکهو نه سيوا ووټرانو د خپلے رائے استعمال کړې وو خو د پول شوي ووټونو اصل شميره به اليکشن کميشن لخوا د ټولو ووټونو د شميرلو عمل مکمل کيدو وروستو کولے شي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.