پاکستان به کشمريانو سره اوګه په اوګه ولاړ وي;وزيراعظم عمران خان

امريکې کاميابې دورې نه پس د وزيراعظم عمران خان وطن ته واپسي باندې دروند استقبال شوے،وزيراعظم جنرل اسمبلۍ غونډې ته تقرير دوران د بهارتي واکمنو اصل څهره نړۍ ته په ډاګه کړي ،امريکني صدر پشمول د نورو ملکونو مشرانو سره ئې ملاقاتونه هم کړي

وزيراعظم عمران خان د 8 ورځو امريکنې دورې نه پس ملک ته واپس رارسيدلے دے

عمران خان د اسلام آباد په ائير پورټ  د پي ټي آئي کارکنانو ته تقرير کړي او وئيلي ئي دي چې هغه د کشميرمقدمه د دنيا ټولو قامونو مخې ته ايښې ده او دا چې د نريندر مودي رياستي دهشت ګردۍ خلاف به آواز په هر فورم پورته کوو

د هغه وينا وه چې د حق خود اراديت ترلاسه کولو مبارزه کښې هر قسمه حالات راځي کشميري وګړي دې زړه ښکته پورته نه کوي پاکستان به تل هغوي سره اوګه په اوګه ولاړ وي

وزيراعظم د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ په سالانه غونډه کښې د پاکستان نمائندګي کړے وه ،د کشمير په مسئله او اسلامي نړۍ ته راپيښ په مسائلو ئې د جذباتو او احساساتو ډک داسې تقرير کړے وو چې درې ورځې پس هم په سوشل او مين سټريم ميډيا د دغي تقرير په حواله بحثونه او تجزئې روانې دي

خپل تقرير کښې عمران خان د کشمير مقدمه په ښه شان جنرل اسمبلۍ اجلاس کښې پورته کړي او په بے ګناه کشمري وګړو روان د بهارتي حکومت عاصبانه قبضے او د دوي د ناروا ظلمونو نه ئې ټوله نړۍ خبر کړيده

وزير اعظم د جنرل اسمبلۍ په ممبرانو زور راوړې وو چې دې سيمه کښې د دوه ايټمي قوتونو ترمينځه جنګ نښليدو مخ نيوي لپاره ضروري ده چې د کشمير کشاله دې د متحده قامونو د قراردادونو مطابق حل کړې شي

عمران خان  د بهارتي وزيراعظم نريندر مودي لخوا د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو وروستو پيدا شوي صورتحال نه هم  نړي وال مشران خبر کړل او وئي وئيل چې اقوام متحده دې مقبوضه کمشير کښې نافذ کړي شوي کرفيو پورته کولو لپاره په بهارت دباؤ واچوي

تقرير دوران وزيراعظم عمران خان  خبر دارې ورکړي چې مونږ د خپلې خاورې د خپلواکۍ او دفاع نه غافله نه يو که چرې جنګ راباندې مسلط کړې شو نو بيا تر آخري ساه پورې به جنګيږو

نيويارک کښې د قيام دوران وزيراعظم عمران خان د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ،د ترکي صدر طيب اردوان او ايران د صدر پشمول د نورو ملکونو د مشرانو سره ګټه ور ملاقاتونه هم کړي وو او ورسره ئې دوه اړخيزه تعلقاتو په پراختيا او سيمې په صورتحال خبرې کړې وے

ډونلډ ټرمپ سره ملاقات دوران په خصوصي توګه د افغانستان په صورتحال دواړو مشرانو خبرې کړې وے او وزيراعظم  د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات بيا د شورو کولو مطالبه کړي وه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.