اشرف غني اولس تہ پہ شفاف صدارتي ټاکنو،جمهوري نظام په وړاندې بوتللو مبارکي ورکړېده

افغان اولس باثباته او پرامن هيواد غواړي بايد چې طالبان د اولس د خواهشاتواو مطالبو درناوے وکړي او جنګ بند کړي،افغان اولسمشر

د اولسمشرۍ ټاکنو عمل پائي ته رسيدو وروستو قام ته خپله وينا کښې اشرف غني په اليکشن کښې خپله رائے استعمالونکي کسانو شکريه ادا کړے او دوي له ئې مبارکي ورکړېده

د هغه وينا وه چې ګڼ شمير هيواد والو دې انتخاباتو کښې د ګډون د لارې خپله قامي فريضه ترسره کړېده

اولسمشر د صدارتي ټاکنو په انعقاد د ټاکنو خپلواکه کميشن د کردار ستائينه کړېده او وئي وئيل چې اليکشن کميشن د ټاکنو په تکنيکي عمل کښې ګټه ور کار کړېدے

اشرف غني دې انتخاباتو دوران امن و امان بحال ساتلو باندې د افغان سيکيورټي اهلکارو هلې ځلې هم وستائيلے

تقرير دوران افغان اولسمشر دا ټاکنې شفاف ګرځولي او وئيلې ئې دي که  چرې انتخابي عمل دوران درغلي شوي وي نو بايد چې آزادانه تحقيقات دي وشي او په ټولو اميدوارانو ئې غږ کړے چې اليکشن کښې درغلۍ په حواله د خپلو الزاماتو دې د قانون د لارې هر قسمه پلټنې وکړي

افغان اولسشمر يو وارې بيا طالبانو له د مذاکراتو بلنه ورکړے او وئيلي ئي دي چې طالبانو لپاره اوس هم دروازې کهلاؤ دي،د افغانانو نوره وينه تويول دي پريږدي او د روغې جوړې دې موقعې نه دې پيدا پورته کړي

اشرف غني زياته کړه چې هيواد کښې پائيدار سوله د ټول قام مطالبه ده اميد لرو چې طالبان به د اولس د دې خواهشاتو احترام وکړي او دا روانه جهګړه به ختم کړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.