چمن بم چاودنه،جے يو آئي مولانا محمد حنيف پشمول درې کسان شهيد،15 ژوبل

مولانا فضل الرحمان او سياسي مشرانو د مولانا حنيف په شهادت د افسوس اظهار کړے،پيښې خلاف د بلوچستان مختلفو برخو کښې د شټرډاؤن هړتال اعلان شوے

ډي پي او چمن  شوکت مومند خبري ادارو ته وئيلي دي چې تاج روډ باندې د جمعيت علمائے اسلام(ف) ډلې په مرکزي ډپټي جنرل سيکتر مولانا محمد حنيف د ګاډو په قافله بمي چاودنه شوېده

د هغه وينا وه چې چاودنې لوجې دوه کسان په حق رسيدلي او د مولانا حنيف پشمول 16 کسان ژوبل شوي وو ولې مولانا محمد حنيف زيات زخمې کيدو لوجې په هسپتال کښې ساه ورکړېده

ډي پي او زياته کړه چې چاودنه د ريموټ کنټرول د لارے شوي وه او بارودي مواد تاج روډ باندې ولاړ يو موټر سائيکل کښې ځائې په ځائې شوي وو

د مولانا محمد حنيف په شهادت جے يوآئي  کارکنانو کوئټې پشمول د بلوچستان مختلفو برخو کښې احتجاجي مظاهرې هم کړے او د پيښې ذمه وار کسانو د ګرفتارۍ او ورته سخته سزا ورکولو مطالبه ئې کړيده

د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان،شهباز شريف،بلاول بهټو زرداري،سنيټر راجا ظفرالحق،د بلوچستان وزيراعلي او سينټ چيئرمين نه علاوه د نورو سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو د مولانا محمد حنيف په شهادت د افسوس اظهار کړېدے

بلخوا د مولانا حنيف شهادت خلاف کوئټه،چمن،قلعه عبدالله،دکي،لورالائي او نورو سيمو کښې د شټړډاؤن اعلان او د دې غمژنې پيښې خلاف د احتجاجونو اعلان شويدے

په مولانا محمد حنيف د بم حمله په داسې موقع شوے چې جے يو آئي راتلونکي مياشت د وفاقي حکومت خلاف اسلام آباد کښې آزادي مارچ کولو اعلان کړېدے چې لپاره ئې ټولې تيارۍ مکمل دي

مولانا فضل الرحمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې په رڼا ورځ چمن ښار کښې د جے يو آئي مرکزي مشر په قافله بمي چاودنه ملک کښې امن قيام په حواله د حکومت ټولۍ دعوې دروغ ثابت کړيدي،د هغه وينا وه چې د ترهه ګرۍ دا قسمه واقعات د دوي حوصلے نه شي کمرورې کولے اکتوبر کښې آزادي مارچ خامخا کوؤ

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.