افغان صدارتي انتخاباتو عمل جاری: ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمينح سخت مقابلہ

ځائے په ځائے د تشدد ار بمي چاودنو رپورټونه راغلي دے

نن په ټول افغانستان کي صدارتي انتخاباتو دپاره د رائے ورکولو عمل پي تيزۍ سره روان دے. د پولنګ عمل د سځر ووه بجو نه شروع دے او د مازيګر تر درے بجو پورے به جاري وي.
ځائے په ځائے د تشدد ار بمي چاودنو رپورټونه راغلي دے. کندهار او جلال اباد کښي يو شمير خلق مړ او ژوبل دے.
انتخاباتو کښي سخته مقابله ده ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمينح ده.

صدارتي انتخاباتو کي افغان اولس راتلونکي پنځه کالو لپاره خپل نوې اولسمشر ټاکي۔ د افغانستان اليکشن کميشن بيان ترمخه صدراتي ټاکنو کښې به د ټول هيواد نه 96 لاکهه رجسټرډ ووټران د خپلے رائے اظهار کوي

ټاکنو کښې زنانو ته زيات شمير کښې د خپلے رائے د اظهار لپاره اليکشن کميشن زنانه ووټرانې د تصوير ښودلو نه مستشني ګرځولي دي

د ووټونو پول کولو لپاره 34 واړو ولايتونو کښې 5373 پولنګ سټيشنې قائم کړي شويدي او د يو لاکهه نه سيوا انتخابي عمله ټاکلے شويده

هلمند ولايت په موسي کلا،نوزاد،خانشين،باغران او ديشو اولسواليو کښې د سيکيورټي انديښنو لوجې ووټونه نه کيږي دا سيمے د طالبانو په واک کښې دي دلته حکومتي عملداري کمه ده ولې بعغو سرچينو وئيلي دي چې په مجموعي توګه شلو اولسواليو کښې صدارتي ټاکنو لپاره د ووټونو عمل ممکن نه دے

دې اليکشن کښې د موجوده اولسمشر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله پشمول اتلس اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو ولې اهم صدارتي اميدوار او د ملي امنيت صلاح کار محمد حنيف اتمر وروستو خپل نامزدګۍ کاغذونه واپس اخستي وو او اعلان ئې کړېدے چې دې ټاکنو کښې به هغه د هيڅ يو کانديد ملاټر ونه کړي

دغه رنګ صدارت ته نوماند څلور اميدواران زلمے رسول، شيدا محمد ابدالي،حاجي محمد ابراهيم الکوزي او نورالحق علومي  د ډاکټر اشرف غني په حق کښې دې انتخاباتو نه دستبرداره شوي وو او اوس د ديارلس اميدوارانو ترمينځه مقابله ده

صدارتي څوکې ته ولاړ ټولو اميدوارنو تير دريو مياشتو راهسې خپل انتخابي مهم له زور ورکړي وو او خپل پروګرام او د پارټۍ منشور ئې تر اولس رسولي وو ولې دې ټاکنو کښې چې د کومو اميدوارانو ترمينځه سخته مقابله کيدونکے ده هغې کښې ډاکټر اشرف غني، ډاکټر عبدالله عبدالله،ګلبدين حکمتيار،احمدولي مسعود او رحمت الله نبيل شامل دي

د افغانستان اساسي قانون ترمخه صدارتي ټاکنو کښې کامياب اميدوار له پنځوس فيصد نه سيوا ووټونه ترلاسه کول لازمي وي که چرې هيڅ يو اميدوار يوپنځوس فيصده يا د دې نه سيوا ووټونه وانخستل نو بيا چې په ټاپ کوم دوه اميدوارانو وي د هغوي ترمينځ به دوباره ووټونه کيږي اوس دا په اميدوار او سياسي پارټو باندې منحصره ده چې هغوي څومره شمير کښې ووټران د خپلے رائے د استعمال اظهار لپاره رضا کوي ځکه چې د افغانستان موجوده صورتحال او د هغه ځائې زمکني حقائق اشاره ورکوي چې د تير اليکشن په نسبت به دې ټاکنو کښې اولسي رائے شرح کمه وي او ممکن ده چې دا ټاکنې هم د تير اليکشن په رنګ دوئمې مرحلے ته وغزيږي

طالبانو لخوا په دې ټاکنو کښې ګډوډي پيدا کولو دړکې د وړاندې څخه ورکړي شويدي ولې د جنګيالو د حملو د خطرو مخ نيوي لپاره د سرښار کابل پشمول ټولو ولايتونو کښې د سيکيورټۍ کلک ګامونه پورته کړي شويدي ،داخله وزارت بيان ترمخه ټول ملک کښې د پنځه اويا زرو نه سيوا سيکيورټي اهکار د دې ټاکنيز عمل د تحفظ لپاره تعينات کړي شويدي او د طالبانو د هر ډول حملے مخه به نيسو

په پنځم اپريل کال 2014 کښې شوي صدارتي ټاکنو کښې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله بشمول اته اميدوارانو ترمينځه مقابله شوي وو چې پکښې ډاکټر عبدالله عبدالله 45 فيصده ووټونه اخستے وو او ډاکټر اشرف غني 31 فيصده نه سيوا ووټونه اخستے وو ولې دې دواړو اميدوارانو ترمينځه دوباره مقابله شوي وه کوم کښې چې اشرف غني 56٫44 فيصده ووټونه اخستو سره کاميابي ترلاسه کړي وه

د دې ټاکنو وروستو ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا د اليکشن نتائج نه تسليمولو لوجې افغانستان کښې د سياسي بحران راپورته کيدو  انديښنې پيدا شوي وے چې وروستو د امريکې خارجه وزير جان کيري په مداخلت دواړو مشرانو ترمينځه اختلافات ختم کړې شول او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان چيف ايګزيکټيو مقرر کړے شو

د افغانستان د دې صدارتي ټاکنو بل اهم خصوصيت دا دے چې پخواني جهادي کمانډر او د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدين حکمتيار هم د اولس رائے اخستو په تکل کښې ميدان ته رادانګلي دي،افغان دولت سره په 22 ستمبر کال 2016 کښې سولې لوظنامه لاس ليک کولو وروستو د حزب اسلامي ډلې ته افغانستان کښې خپله سياسي هلې ځلې بيا شورو کولو اجازت ميلاؤ شوي وو او شل کاله پس د افغانستان په سياسي محاذ د حزب اسلامي ډلې دا وړومبې امتحان دے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.