جنګ بندۍ نه انکارکونکي د افغانانو د وينو تويېدو ذمه وار دي،اشرف غني

طالبان دې سوله وکړې حکومت به هم د دوي په ضد روان عمليات بند کړي،افغان اولسمشر

د سولي نړي والې ورځې په مناسبت خپل پيغام کښې افغان اولسمشر اشرف غني وئيلي دي چې دا ورځ په داسې حال کښې نمانځو چې د افغانستان د امن او څوکالۍ مخالفينو د بد نيتونو باوجود هم سولي ته نزدې شوي يو

د هغه وينا وه چې د افغانستان مظلوم اولس د نورو هيوادونو په نسبت زيات د سولې مستحق دي

اولسمشر دا هم وئيلي دي چې پائيدار سولې ته رسيدو لپاره ضروري ده چې جنګ بندي وشي ځکه چې جهګړه د هيڅ مسئلې حل نه دے او هم دغه وجه ده چې حکومت بار بار په هيواد کښې د جنګ بندۍ غوښتنه کوي

اشرف غني زياته کړه چې د اسلامي ملکونو عالمانو او د فتوا ټولو لويو مرکزونو افغانستان کښې روانه جهګړه حرام بللي ده

خپل ويډيو پيغام کښې افغان اولسمشر يو وارې بيا طالبانو ته د وسلې د غورځولو اپيل کړې او وئيلې ئې دي چې جنګيالي دې سوله وکړي مونږ به هم يوې لمحے لپاره هم دې جنګ ته نور دوام ورنه کړو

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.