علي وزير او محسن داوړ د هري پور جيل نه خوشي کړي شول

د پي ټي ايم دواړه مشران د پيښور هائي کورټ لخوا ضمانت درخواست منظوريدو وروستو د جيل نه خوشي کړي شويدي

د پيښور هائي کورټ د احکاماتو په رڼا کښې د هري پور جيل انتظاميې  محسن داوړ او علي وزير د جيل نه رها کړيدي

د هغوي د رهائۍ په موقع د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين او نور کارکنان لوئي شمير کښې د جيل نه بهر راجمع شوي وو او علي وزير او محسن داوړ ئې  د جلوس په شکل کښې بوتلي وو

د جيل نه خوشې کيدو وروستو خپل تقرير کښې محسن داوړ د هغه او علي وزير د رهائۍ لپاره د تنظيم د مشرانو او کارکنانو د کوششونو ستائينه کړې او د دوي شکريه ئې ادا کړېده

دواړه مشران د شمالي وزيرستان خړ کمر سيمه کښې سيکيورټي فورسز باندې شوي حملے په تور کښې تير څلور مياشتو راهسې په جيل کښې بند وو

د دوي د رهائۍ لپاره نامتو وکيلانو عبدالطيف آفريدي،طارق افغان او سنګين ايډوکيټ  د  پيښور هائي کورټ بنو بنچ کښې جمع درخواست جمع کړي وو کوم چې د دې بنچ جج جسټس ناصر محمود د شورو په ورځ منظور کړي وو او د دواړو مشرانو په ضمانت د خوشي کولو حکم ئې کړي وو

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.