پاک افغان پولو په حواله د افغانستان د وزارت خارجه بيان غيرذمه دارانه دے،خارجه دفتر ترجمان

ډيورنډ لائن د ټول نړي وال قوانين او کنونشنز مطابق دواړو ملکونو لخوا منلي شوې پوله ده،ډاکټر فيصل

پاکستان د افغانستان د خارجه وزارت هغه بيان غيرذمه دارانه ګرځولي دي کوم چې وئيلي شوي وو چې افغان دولت پاک افغان پوله د باقاعده سرحد په حيث نه تسليموي

د دغې بيان په رد عمل کښې د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل وئيلي دي چې ډيورنډ لائن د دواړو ملکونو ترمينځه د ټول نړي وال قوانين او کنونشنز مطابق منلي شوي پوله ده

بيان کښې وئيلي شويدي چې پاک افغان پولې په حواله د افغان دولت څرګندونې افغان سولې لپاره روان کوششونو او همکارو ته نقصان رسولي شي

بيان کښې زياته کړي شويده چې پاک افغان پوله د طورخم په مقام 24 ګهنټو لپاره کهلاؤ ساتلو فيصله د دواړو ملکونو اولس او تاجرانود آسانتياګانو لپاره شويده بايد چې کابل انتظاميه داسي قسمه بيانونه جاري کولو نه ډډه وکړي چې لوجې ئې د دواړو ملکونو اړيکي خرابيدي شي

تيره ورځ کابل کښې د افغان خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې طورخم پوله شپه او ورځ کهلاؤ ساتلوپه حواله د پاکستان د اقداماتو هرکلي شوي وو ولې په بيان کښې وئيلي شوي وو چې کابل انتظاميه ډيورنډ لائن د دواړو ملکونو ترمينځ رسمي کرښې په حيثيت نه تسليموي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.