د اے اين پي مشر اسفنديار ولي خان کابل کښې د افغان اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړے

ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ هدونه نه لري د دې ناسور لوجې د پولې دواړو غاړو اولس يو شان ځپلې کيږي د دې خاتمے لپاره مشترکه کوششونه کول پکار دي،افغان اولسمشر

د افغان صدارتي دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې افغان امن کانفرنس کښې د کابل په دوره راغلے د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولې خان او نورو سياسي مشرانو د اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړېدے

ملاقات دوران د سيمې په موجوده صورتحال او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو خبرې شويدي

اسفنديار ولي خان کابل دوه ورځنې امن کانفرنس کښې د روان جنګ خاتمے او د افغانستان مفاهمتي عمل په حواله شوي بحثونو او فيصلو نه افغان اولسمشر خبر کړېدے

په دې موقع د اے اين پي مشر ووئيل چې د سولې هر رنګ مذاکرات بايد چې د افغان دولت او اولس په ملکيت سره ترسره شي

د هغه وينا وه چې جنګ د هيڅ يوې مسئلې حل نه دے بلکه د امن او سولې د لارې د مسائلو پائيدار حل موندل پکار دي

اسفنديار ولې خان په امريکې او طالبانو زور راوړې چې مذاکراتي عمل دې بيا بحال کړي او دې سلسله کښې دې روس او چين د دريم ګړي کردار ادا کړي

 

د اے اين پي مشر د افغانستان او پاکستان په واکمنو هم غږ کړي چې خپل مينځي اختلافات او بے اعتمادي د ختمولو لپاره دې موثره اقدامات پورته کړي او پاکستاني حکومت دې افغانستان سره د ريل ګاډي سروس په ذريعه د تجارت آغاز اوکړي او د دواړو ملکونو اولس له دې په آزادانه توګه د يو بل ملکونو د سفر کولو اجازت ورکړي

افغان اولسمشر اشرف غني په دې موقع ووئيل چې منطقه کښې روان جنګ لوجې د پولې دواړو غاړو پښتنو ته زيان رسيدلي دے بايد چې د دې جنګ د خاتمے لپاره عوامي او حکومتي سطح باندې مشترکه کوششونه وکړې شي

افغان اولسمشر زياته کړه چې مونږ تل د ورورلۍ رشته مضبوطولو کوشش کړي او  پکار ده چې د موجوه مسائلو د  حل لپاره  مونږ ټول يو آواز شو ځکه چې سيمه کښې پائيدار امن او استحکام زمونږ د ټولو مهمه غوښتنه او ضرورت دے

اشرف غني کابل امن کانفرنس کښې ګډون کولو باندې د اسفنديار ولې خان او د نورو سياسي پارټو د مشرانو شکريه هم ادا کړېده

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.