مومندو ضلع کښې د بارودي سرنګ چاودنه کښې د پاک پوځ ميجر او سپاهي شهيد شوېدے

دواړه اهلکار د پولې هغې اړخ نه ترهه ګرو لخوا نصب کړي شوي مائن چاودنه کښې په حق رسيدلي دي،ډي جي آئي ايس پي آر

ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور لخوا په ټوئټر جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې مومندو ضلع کښې د افغانستان پولې سره نزدې د پاک پوځ په اهلکارو مائن چاودنه شوېده

بيان ترمخه دې پيښه کښې د پاک پوځ ميجر عديل شاهد او سپاهي فراز حسين شهيدان شويدي

بيان کښې زياته کړي شويده چې د پاک پوځ اهلکارو د ميجر عديل شاهد په نګرانۍ کښې افغان پوله باندې ازغن تار لګولو چې دې دوران د پولې هغې اړخ نه د ترهه ګرو لخوا نصب کړي شوي بارودي سرنګ چاودنه وشوه چې په نتيجه کښې ميجر عديل او سپاهي فراز په حق اورسيدل

   

د شهيد ميجر عديل شاهد تعلق د کراچۍ او د سپاهي فراز حسين تعلق د آزاد کشمير کوټلي سيمو سره دے

د افغانستان لخوا د ترهه ګرو حملو مخ نيوي او په غيرقانوني توګه دواړو ملکونو ترمينځه تګ راتګ مخ نيوي لپاره پاک پوځ په پاک افغان پوله ازغن تار لګولو سلسله کال 2017 په مارچ مياشت کښې شورو کړي وه کوم به چې د روان کال آخره کښې مکمل کولي شي۔ازغن تارونه لګولو نه علاوه په پاک افغان پوله 800 نه سيوا قلعې هم جوړولي شي چې پکښې زياتره قلعې تعمير شوي او په باقي باندې کار روان دے

د روانې مياشتې په 14 نيټه هم دير کښې د پولې هغه اړخ نه ترهه ګرو د پاک پوځ په اهلکارو ډزي کړي وے چې په نتيجه کښې درې اهلکار شهيدان شوي وو

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.