امريکه په افغانستان کښې امن بحالۍ په ځائې خپله ګټه لټوي،امريکې سنيټران

زلمې خليل زاد کانګرس ته د طالبانو سره مذاکراتو په حواله معلومات ورکړېدي

امريکني استازي زلمې خليل زاد کانګرس ته وړاندې شوي او دوحه کښې طالبانو سره شوي مذاکراتي عمل او د دې د ځنډيدو وجوهاتو نه ئې د کانګرس غړي خبر کړيدي

خليل زاد د ايوان نمائندګانو ته د تورو تمبو شاته بريفنګ ورکړې چې لوجې ئې د دې مکمل معلومات امريکني ميډيا نه دي شئير کړي ولې سنيټر ټيډهو واشنګټن ټائمز ته مرکې په وخت وئيلي دي چې د خليل زاد څرګندونو نه داسې معلوميږي چې امريکه او طالبان به يو وارې بيا د مذاکراتو په ميز ناسته وکړي

د زلمي خليل زاد بريفنګ وروستو د امريکې نائب خارجه وزيرې ايلس ويلز  د سنيټرانو د پوښتنو جوابونه ورکړيدي

د ايلس ويلز وينا ترمخه  طالبانو سره د مذاکراتو مقصد افغان جنګ بندول او امن بحالۍ لپاره  بين الافغاني مذاکراتو ته  لار هوارول وو

د هغې وينا وه چې طالبانو سره مذاکراتو کښې تير لس مياشتو دوران اهم  پرمختګونه رامخې ته شوي وو

د ايلس ويلز څرګندونو په جواب سنيټرانو ووئيل چې امريکه په افغانستان کښې صرف خپله ګټه او ذاتي مفاد لټوي او طالبانو سره په ممکنه توګه کيدونکې امن لوظنامې مقصد د افغانستان وګړي يو وارې بيا د طالبانو په رحم و کرم پريښودل دي

دغه رنګ د کانګرس ځنو ممبرانو هم  په دې مذاکراتو د شک اظهار کړي او وئيلې ئې دي چې د طالبانو سره امن معاهده کښې هيڅ قسمه داسې ضمانت نشته چې ترمخه به ئې طالبان د ترهه ګر تنظيمونو سره خپلې اړيکې ختم کړي

ياده دي وي چې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دوحه مذاکرات د ځنډولو وروستو د امريکې کانګرس په دې معامله وضاحت لپاره امريکنې استازي زلمې خليل زاد ايوان ته رابللي وو

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.