د حرمين شريفين تحفظ او تقدس لپاره به د سعودي عرب سره اوګه په اوګه ولاړ يو،عمران خان

وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان سره دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا او سيمې په صورتحال خبري کړيدي

د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب دورې په مهال سعودي فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز سره ملاقات کړېدے

ملاقات دوران  د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقاتو او سيمې په صورتحال خبرې اتري شويدي

بيان ترمخه دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه تعلقات نور مضبوطولود خواهش اظهار کړېدے

دغه رنګ دې ملاقات دوران  دوه اړخيزه تجارت،سرمايه کارۍ او اقتصادي اړيکو په پراختيا هم د خيالاتو بدلون شويدے

ملاقات په وخت وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب د تيلو په تنصيباتو د حملو مذمت کړي او شاه سلمان له ئې باور ورکړېدے چې پاکستان به د حرمين شريفين تقدس او تحفظ د خطرو مخ نيوي لپاره سعودي عرب سره اوګه په اوګه ولاړ وي

بيان کښې زياته کړي شويده چې دواړو مشرانو د کشمير په موجوده صورتحال هم خبرې اتري کړي او د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان د کشمير په مسئله د پاکستان مکمل ملاټر د عزم  اظهار کړېدے

دې نه مخکښې وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان سره هم ليده کاته کړي وو او ورسره ئې د شريکې دلچسپې په معاملو او د سيمې په صورتحال خبرې کړې وے

وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب دورې په مهال عمره هم ادا کړي او خانه کعبه کښې ئې نفلونه ادا کړيدي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.