افغان دولت راتلونکي اولسمشرۍ ټاکنو کښې امن بحالۍ لپاره د پاکستان نه مرسته غوښتے ده

افغان اولسمشر اشرف غني او وزيراعظم عمران خان ترمينځه د ټيلي فون د لارې خبرو کښې افغان سولې عمل او ټاکنو په معاملو خبرې شويدي،افغان صدارتي دفتر

د افغان اولسمشر دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستاني وزيراعٖظم عمران خان د اولسمشر اشرف غني سره د ټيلي فون د لارې رابطه کړي او ورسره ئې پروان او کابل ولايتونو کښې شوي د ترهه ګرۍ په حملو کښې اوړيدلي ځاني زيانونو باندې د افسوس اظهار کړېدے

دواړو مشرانو افغانستان کښې د روانې مياشتې په 28 نيټه کيدونکي صدارتي انتخاباتو او افغان سولې عمل په حواله خبرې اتري کړيدي

بيان ترمخه اولسمشر اشرف غني راتلونکي صدارتي انتخاباتو کښې د تاؤ تريخوالي د کمي لپاره د پاکستان نه مرستې غوښتي دے او وئيلي ئې دي چې پاکستان تير اليکشن دوران هم امن و امان ټينګ ساتلو لپاره د افغان دولت مرستې کړي وے

بيان کښې زياته کړي شوېده چې وزيراعظم عمران خان افغان اولسمشر له باور ورکړېدے چې پاکستان به د پرامن ټاکنو انعقاد لپاره د افغانستان هر ممکن تعاون او مرسته کوي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.