وزيراعظم عمران خان په دوه ورځنې دوره سعودي عرب ته تلے دے

وزيراعظم به د سعودي عرب واکمنو سره کشمير او د سيمې په صورتحال خبرې اترې کوي، خارجه دفتر ترجمان

سرکاري خبري ادارو ترمخه وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب دا دوره په دوه ورځو مشتمل ده چې پکښې به هغه د سعودي عرب حکمرانانو سره دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا ،کشمير او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې اترې کوي

د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم عمران خان د بهارتي حکومت لخوا د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختمولو وروستو پيدا شوي صورتحال باندې خبرې اترې کوي

د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم عمران خان د کشمير په معامله د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان سره مسلسل په رابطو کښې دے او د هغه د سعودي عرب دا دوره هم د دې رابطو يوه کړې ده

بيان کښې زياته کړي شوېده چې د عمران خان سعودي عرب دورې په موقع به دواړو ملکونو ترمينځه سټريټجکي ټړون نور مستحکم کولو په معاملو هم د خيالاتو بدلون کيږي

دغه رنګ دې ملاقاتونو دوران به د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه مختلف شعبو کښې همکارۍ پراخه کولو په معاملو هم خبرې اترې کيږي

وزيراعظم به د سعودي عرب د دورې نه پس د امريکې په دوري نيويارک ته ځي او هلته به د متحده قامونو سالانه اجلاس کښې ګډون کوي او ورته به خطاب هم کوي

د سيمې موجوده صورتحال په تناظر کښې د وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب دوره خصوصي اهميت لري چې پکښې به هغه د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکراتي عمل ځنډيدو وروستو پيدا شوي صورتحال په معاملو هم د سعودي عرب د واکمنو سره خبرې کوي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.